28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دبريښنا له کمښت سره مخامخ يو .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: دپايتخت اوسيدونکي په کابل...

هرات دګازارګاه مير صاحب جنازه خاوروته وسپارل شوه .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: دهرات دپير دارامګاه دفقيد پيژندل شوي...

په غزني کې دراغورځيدلې الوتکې نوعيت معلوم نه دى .

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر: لومړني رپوتونه ددې څرګندوي دي چې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دملي امنیت سلاکار: افغانان د دوستۍ پالنې او ښه ګاونډیتوب اصولو ته ژمن دي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دتلې٣٠مه/باختر
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي چې افغان ولس د هر هغه چا مننه او درناوی کوي چې دوستي یې ورسره کړې او ښه چلند یې کړی دی.
هغه په دې برخه کې د سویس هېواد یادونه وکړه چې له اوږدو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړی پاتې شوی او بېلابېلې همکارۍ یې کړې دي.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنیت سلاکار د افغانستان او پاکستان لپاره د سویس له سفیر توماس کولي سره په کتنه کې ټینګار وکړ: زموږ هېواد د دې ډول همکاریو په سبب او په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانانو د نه ستړې کېدونکو هڅو له امله ډېر بدلون موندلی او پرمختګ یې کړی دی.
د سویس سفیر د خپل هېواد د همکاریو د دوام په یادونې سره وویل چې له شکه پرته افغانستان لاهم د امنیت، بشري مرستو او جګړې په برخه کې په داسې یوه حالت کې دی چې باید لا ډېر کار او پاملرنه ورته وشي.
هغه ټینګار وکړ چې دې برخې ته د نړیوالو په تېره بیا د ګاونډیو هېوادونو پام جلبول ډېر مهم دي.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې افغان حکومت تر بل هر وخت ډېر له نورو ملکونو سره په تماس کې دی، دلته د هغوی استازولۍ شته او افغانستان هم په لسګونه هېوادونوکې سفارتونه لري.
ده د ګاونډیانو په اړه وویل چې افغانان د ښه ګاونډیتوب غوښتونکي دي، خو ځینې ګاونډیان بیا دوه ګونې لوبه کوي او خبرې او عمل یې سره توپیر لري.
د ملي امنیت سلاکار د افغانستان سوله، وده او پرمختګ د ټولو په خیر وباله او ټینګار یې وکړ چې باید هېڅ هېواد هم له منفي لارو دلته د خپلو سیاستونو او ناوړه لوبو د عملي کولو تکل ونه کړي.
پاى- ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.