19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت سلاکار په کابل کې د بریتانیا له سفیرې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دتلې٣٠مه/باختر
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په کابل کې د بریتانیا له سفیرې الیسون بلېک سره وکتل.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د روان حالت او افغانستان او بریتانیا پر اړیکو خبرې وکړې.
په کابل کې د بریتانیا سفیرې د انتخاباتو د بریالي ترسره کېدو او د هغو د امنیت د ټینګښت له امله مبارکي وویله او افغان ملي امنیتي ځواکونه یې وستایل چې یوه ملي پروسه یې خوندي کړه.
د ملي امنیت سلاکار وویل چې طالبانو غوښتل دا بهیر له خنډ سره مخ کړي او د لسګونو بریدونو په کولو یې تمه وه چې ناکامه یې کړي، خو د افغان ځواکونو د بشپړې تیارۍ او جدي اقداماتو له امله خپل هدف ته ونه رسېدل.
په کتنه کې د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو او په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د دوام او ښه والي په اړه هم بحثونه وشول.
دواړو لورو ټینګار وکړ چې سوله یوه جدي اړتیا ده او باید د جګړې د عواملو د پېژندلو او په نښه کولو له لارې روانه شخړه پایته ورسېږي.پاى- ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.