21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د افغانستان پخوانی جمهور ريیس حامد کرزی د...

د مشرانوجرګې ريیس په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې سره وکتل

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمد يعقوب احمدزى: په ستونزو برياليتوب ملي يووالي ته اړتيا لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ د تلې٣٠مه / باختر په کابل کې د کونړ د قومونو د پيوستون شورا، نن په يوه غونډه کې د دولت له پروګرامونو او د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د دغې شورا ملاتړ اعلام کړ. د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: د غونډې په پيل کې په کابل کې د کونړ د قومونو د پيوستون شورا رييس ممتازخان صافي په لنډو خبروکې وويل چې دغه شورا د دولت له پروګرامونو او د هېواد له امنيتي اودفاعي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلاموي. وروسته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت معين محمد يعقوب احمدزي خبرې وکړې او ويې ويل چې پر اوسنيو ستونزو برياليتوب ملي يووالي ته اړتيا لري. هغه د ملي وحدت پر اړتيا او زياتې پياوړتيا ټينګار وکړ او زياته يې کړه: دې ته اړتيا ده چې ټول قومونه په يووالي او پيوستون سره له جګړې څخه د افغانستان د ژغورنې او د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي. د غونډې په پاى کې د شورا غړو د دغې شورا د ځينو تشکيلاتي مسئلو په اړوند خبرې وکړې. پاى \ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.