21 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د افغانستان پخوانی جمهور ريیس حامد کرزی د...

د مشرانوجرګې ريیس په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیالې سره وکتل

کابل/ دلړم ٢٩مه/باختر د مشرانوجرګې ريیس فضل هادي مسلم یار نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتربلخي: د پوهنې وزارت د پوهنې د کيفيت د ښه والي او د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره هڅه کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ د تلې٣٠مه/ باختر د پوهنې د کيفيت د ښه والي او د اصلاحاتو د رامنځته کولو په موخه نن د پوهنې وزارت د سرپرست محمد ميرويس بلخي په مشرۍ ناسته وشوه. د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې ناسته کې چې د پوهنې وزارت د رهبري پلاوي په ګډون جوړه شوه؛ ډاکتر بلخي په خپلو خبروکې ټينګار وکړ: د پوهنې وزارت مشرتابه د مثبتو اصلاحاتو د رامنځته کولو او د تعليمي خدمتونو د ښه والي لپاره مهم اقدامات لري چې د پوهنې لسيزې په پاى کې به د بدلون موندلې او له ننګونو څخه د خلاصې ښوونې او شاهدان و اوسو. وروسته د پوهنې وزارت معينانو او رييسانو په وار سره د خپلو اړوندو برخو د ستونزو په اړوند معلومات ورکړل. هغوى د پوهنې کيفيت د ښه والي لپاره خپل پيشنهادونه او طرحې وړاندې کړې او د موجودو چلنجونو د لري کولو او د اصلاحاتو د رامنځته کولو لپاره يې خپلې نظريې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې. پاى \ ج\ ذ پامپيو: ترامپ د ترکيې پرخلاف پوځي اقدام ته بشپړ تيارى لري ٢٥- واشنګټن/ رشيه ټودې / د تلې٣٠مه / باختر د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو اعلام کړى دى چې د امريکا جمهوررييس دونالد ترامپ د اړتيا په صورت کې د ترکيې پرخلاف له پوځي ځواکونو څخه استفادې ته بشپړ تيارى لري. واشنګټن ترجيح ورکوي چې له خپل ديپلوماتيک قدرت څخه استفاده وکړي. پامپيو له «سي.ان.بي.سي» ټلويزيون سره پرون په يوه مرکه کې وويل: موږ پر جګړې سوله غوره بولو؛ خو د اړتيا په صورت کې پوځي اقدام ته اړتيا بايد پوه شئ چې جمهور رييس ترامپ په بشپړه توګه د دغه کار ترسره کولو ته چمتووالى لري. هغه د ترکيې له لوري د هغو اقداماتو له افشا کولو څخه چې وکولاى شي دغه اړتيا برابره کړي؛ ډډه وکړه. پاى \ ذ زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې د بحث لپاره یو ځل بیا سفرونه پیل کړل ٢٦- واشنګټن/ دامريکاغږ/ د تلې٣٠مه / باختر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نږدې دوه میاشتنۍ دمې وروسته یو ځل بیا بهرنیو هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي دي: ښاغلی خلیلزاد او ورسره ملګری پلاوی یې یکشنبه د بروکسل، پاریس او مسکو پرسفر روان شوي دي. په اعلامیه کې راغلي دي: زلمی خلیلزاد به په بروکسل او پاریس کې د اروپایي ټولنې، ناټو او ملګرو ملتو سازمان له استازو سره ګوري. دوی به پر غږېږي چې څه ډول په افغانستان کې د سولې لپاره له پیل شویو هلوځلو سره مرسته وشي. د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ پرون دوشنبه پر خپله ټوېټر لیکلي چې په بروکسل کې یې له ښاغلي خلیلزاد سره وکتل او خلیلزاد ورته د افغان سولې بهیرپه اړه توضیحات ورکړل. ښاغلي سټولټنبرګ لیکلي دي: ناټو د افغانستان ملاتړ او په دغه هېواد کې د یوه سوله ییز جوړجاړي لپاره د زمینې برابرولو ته ژمنه ده. همدا راز په مسکو کې به ښاغلی خلیلزاد له روسي او چینایي چارواکو سره ویني او د افغان جګړې په ختمېدو کې د درې واړو هېوادونو پر شریکو ګټو به خبرې وکړي. پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.