21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د سالنګونو لويې لارې مسوولين وايي...

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د هرات پوليسو پنځه کسان دنشه...

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر په فارياب کې شپږ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

چين به دافغانستان دسولې دغونډې کوربه وي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دلړم لومړى / باختر :
درارسېدلو خبرونو له مخې، ټاکل شوې ده دافغانستان ددولت ، طالبانو او دنړيوالې  ټولنې داستازو په ګډون  دافغانستان د سولې خبرې  په چين کې ترسره شي .
په قطر کې دطالبانودسياسي دفتر وياند سهيل شاهين دچين دغونډې په باره کې بي بي سي  ته ويلي دي چې دغه غونډه په راتلونکې اوونۍ کې دچين په پايتخت بيجنګ  کې  جوړېږي او طالبان به هم په قطر کې دطالبانو دسياسي  دفتر درييس ملاعبدالغني برادر په سرپرستۍ يو هيئت چين ته واستوي .
تراوسه پورې دافغانستان دولت دانه دى اعلام کړى چې څوک به ددولت  په استازيتوب په دې غونډه کې ګډون وکړي .
درسنيو دڅرګندونوله مخې ،  امريکا او دناتو يوشمېر غړي هېوادونه دسولې خبرې  په افغانستان کې دتاوتريخوالي د پاى ته رسېدو يواځنۍ لاره بولي .
شاهين وويل چې دغه ډله په هغو ژمنو ژمنه  ده چې له امريکا سره دنهو پړاونو خبرو په بهير کې  ترلاسه شوې وې .
هغه دخپلو خبرو په دوام ويلي دي چې دچين ،روسيې او دنورو هېوادونو په هڅو سربيره امريکا هم له موږ سره اړيکې نيولي دي .
دناتوديوشمېر غړو هېوادونو استازو او زلمي خليلزاد هم په بروکسل کې له کتنې وروسته ديوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره  ويلي دي چې دافغانستان حالت څېړي او تاييدوي چې سولې ته رسېدل  يواځې  دخبرو له لارې شونې دي
په دې غونډه کې چې داروپا داتحاديې ، فرانسې ، المان ، ايټاليا ، ناروې ، بريتانيا ،دملګروملتو دسازمان او دامريکا استازو برخه لرله  هغوى ژمنه وکړه چې دافغانستان له دولت ، طالبانو سياستوالو او دافغانستان له مدني ټولنې سره کار کوي چې يوې دايمي سولې موافقې ته ورسېږي چې دجګړې دپاى ته رسېدو سبب شي او افغانان ورڅخه ګټه واخلي او دسيمې او نړۍ له ټيکاو سره مرسته وکړي .
په دې اعلاميه کې  له ټولو لورو څخه غوښتل شوي دي چې دتاوتريخوالي اودملکي وګړو دسردزيان دکمښت لپاره سملاسي او لازم ګامونه واخلي چې دسولې زمينه برابره شي .
برخه والو دافغانستان له جګپوړو مقاماتو څخه غوښتي دي چې دبين الافغاني   مرکچي هيئت  په باره کې  پراخ او ملي فهرست په پام کې ونيسي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Last modified on Thursday, 24 October 2019 03:35

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.