21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د سالنګونو لويې لارې مسوولين وايي...

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د هرات پوليسو پنځه کسان دنشه...

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر په فارياب کې شپږ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو نړيواله ټولنه: ښځې دې د سولې په خبروکې اساسي رول ولري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل/ د لړم ١٦مه/ باختر
په کابل کې د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو د نړيوالې ټولنې دفتر نن د سولې او امنيت په بهيرکې د ښځو د رول په اړوند غونډه وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: په غونډه کې د سولې او آزادۍ لپاره د ښځو د نړيوالې ټولنې دفتر مسوولې جميلې افغاني خبرې وکړې او د سولې او امنيت په بهيرکې يې د ښځو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل چې افغان ښځې له طالبانو سره  د سولې خبرو په بهيرکې مهم رول لري او بايد په دغه بهيرکې د دوى رول ته پاملرنه وشي.
د دغې ټولنې بل غړي عبدالستار حيات وويل چې د سولې په خبروکې د ښځو يو اساسي رسالت دا دى چې ښځې طالبانو ته قناعت ورکړي چې د خلکو له وژلو څخه  لاس واخلي.
په غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت د سولې په بهيرکې د رسنيو رول ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په هېواد کې د سولې په ټينګښت کې د رسنيو رول مهم او ارزښتناک دى.
د هغې د څرګندونو له مخې، رسنۍ بايد د خلکو او ښځو غږ د جګړې دواړو لورو ته ورسوي.
پاى\ج\ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.