مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر
له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د پرمختګ په اړه دسیګار د وروستي راپور په هکله مطبوعاتي اعلامیه
د افغانستان داسلامي جمهوري دولت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د پرمختګ په اړه د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټنې ادارې (سیګار) د وروستي خپاره شوي راپور هرکلی کوي.
په دې راپور کې ويل شوي دي چې افغان حکومت له فساد سره د مبارزې ستراتېژۍ د معیارونو پوره کولو په برخه کې پرمختګ کړی، خو لا هم په دې برخه کې جدي ننګونې موجودې دي.
راپور زیاتوي، افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۷۶ شاخصونو له جملې ۵۷ پوره کړي دي.
د افغانستان حکومت له فساد سره د مبارزې په برخه کې زیاتې هڅې کړي دي او په دې برخه کې پام وړ پرمختګونه لري.
همدارنګه د روان کال د تلې په ۲۳ نېټه د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي سرپلټونکى جان ساپکو له جمهوررئیس غني سره په کتنه کې هم په افغانستان کې د فساد ضد مبارزې په برخه کې پر ښو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې وه.
په همدې ترتیب د هیواد جمهوررئیس د لوړې مراسمو پر ورځ اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل کلک تعهد څرګند کړی وو، دغه راز حکومت په تېرو پنځو کلونو کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره مناسب حقوقي بسترونه جوړ کړي، په عدلي او قضايي ارګانونو کې یې اصلاحات او په قوانینو کې تعدیلات رامنځته کړي دي.
افغان حکومت د فساد رېښو د وچولو او د قانون د تطبیق پر وړاندې د خنډونو د لمنځه وړلو په برخه کې جدي او اغيزمنې هڅې کړي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضایي مرکز او د افغانستان دپلټنې ادارې نومونه یادولای شو.#
پاى- فضل واحد

 

back to top