21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

د سالنګونو لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرانيستې ده

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د سالنګونو لويې لارې مسوولين وايي...

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

په هرات کې پنځه تنه د نشه يي توکو د ليږدولو په اړوند ونيول شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر د هرات پوليسو پنځه کسان دنشه...

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

شپږ طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل/ د کب ٢مه/ باختر په فارياب کې شپږ وسله وال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / دلړم  ١٧مه باختر
د پکتیا داستیناف محکمې د درې تنو قاضیانو او یو کارکوونکي د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه
په ژورې خواشینۍ سره چې پرون غرمه د لوګر-کابل پر لویه لار د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند سیمه کې د دښمن د کمین په پايله کې د پکتیا د استیناف محکمې درې تنه قاضیان او یو کارکوونکی شهیدان شول.
جمهورريیس غني د دغې غمجنې پېښې د خبر په اورېدو سخت خواشینی شو او ويې ویل،  د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا نه بښونکی جنایت ترسره او پر قاضیانو یې چې وظیفه یې د عدالت او قانون تطبیق دی، برید وکړ.
جمهورريیس ټینګار وکړ، طالبان هیڅکله پر عالمانو، پوهانو، استادانو، دیني او روزنیزو مرکزونو د برېدونو له لارې خپلې شومې موخې نشي ترلاسه کولای. هغه زیاته کړه د ټولنې پر منور قشر برید د بشریت ضد جنایت دی.  
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او د خدای تعالی په دربار کې ورته د جمیل صبر دعا کوي.#پاى- فضل واحد

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.