16 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

د واټونو د نومولو کمېسيون ناسته وکړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په...

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

د ملي شورا پلاوي د فراه پوځي حالت وڅېړه

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د مشرانو جرګې يو شمېر غړو پرون د فراه له...

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

د هېواد په لوېديځ کې د پانګونو د جواز ليکونو د وېش دېرش سلنه زياتوالى

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر د هرات د صنعت او سوداګرۍ ادارې مسوولينو د تېرکال...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې لپاره د ښه نیت مهم ګام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د لړم ۲۱ مه / باختر
د افغانستان حکومت د طالبانو درې مهم غړي د سولې د خبرو د پیل لپاره د ښه نیت د ښودلو په موخه له زندانه  د یو لړ شرطونو په رڼا کې آزاد کړل.
دغه ګام د سولې لپاره د افغانستان د مشرتابه د کلک هوډ، رښتینولۍ او برنامې ښکارندویي کوي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د دغه ګام ارزښت او د هغه پایلو ته کتنه کړې ده او لیکي:
دا یو منل شوی اصل دی چې د سولې د خبرو د پیل او پرمختګ لپاره باید ښکیلې خواوې د باور فضا د رامنځ ته کولو په موخه انعطاف ښکاره کړي او دوه اړخیز ګامونه پورته کړي. د افغانستان حکومت د همدغه اصل په رڼا کې اوهمدارنګه د بشري خواخوږۍ او عاطفې له مخې د طالبانو درې مهم غړي حاجی ملی خان، حافظ رشید عمري او انس حقاني له زندانه آزاد کړل. منښته شوې چې طالبان به د دوی د خوشي کولو په بدل کې د افغان آمریکایي پوهنتون دوه استادان چې طالبانو تښتولي دي او اوس هم ورسره یرغمل دي، آزاد کړي. د رپوټونو له مخې د دغو دوو استادانو، چې یو یې د آمریکا او بل یې د آسترالیا دی، روغتیایی حالت ښه نه دی او بېړنۍ درملنې ته اړتیا لري. پر دې سربېره د دوی کورنۍ هم د هغوی د ژوند او روغتیا په  اړه اندېښنه لري. دغو دوو بهرنیو استادانو په افغانستان کې کومه پوځي دنده او یا بله داسې دنده چې هغه دې له پوځي ماموریت سره کوم مستقیم یا غیر مستقیم تړاو ولري، نه درلوده. دوی په افغان آمریکایي پوهنتون کې استادان وو او په دغه پوهنتون کې یوازې افغانان تحصیل کوي. هلته پوځي فنون نه تدریس کېږي.
ښایي دغه پرېکړه په کور دننه د یو شمېر سیاستوالو غبرګون وپاروي، ځیني به یې تایید کړي او ځیني به هم هغه رد کړي او پر حکومت به نیوکې وکړي. دا یوه عادي خبره ده چې د مهمو پرېکړو په اړه غبرګونونه راپورته کېږي او ضروري نه ده چې یو شمېر کړۍ د خپلو ځانګړیو موخو لپاره دغه راز غبرګونونه ډېر ډراماتیک کړي. له بده مرغه اوس په  افغانستان کې یو شمېر تش په نامه سیاستوال د پېښو له ډراماتیک کولو سره لیوالتیا لري او هڅه کوي د خلکو د ذهنونو د ګډوډولو لپاره ډېره عادي او کوچنۍ پېښه داسې ستره کړي چې ته به وایي نظام سقوط کوي او دا نړۍ پر بل مخ اوړي. د افغانستان مشرتابه د دغو طالب بندیانو د آزادولو په په پرېکړه کې ټول اړخونه په پام کې نیولي دي، دا پرېکړه د باور فضا د رامنځ ته کولو په موخه شوېده، دا پرېکړه  د افغانستان د لوړو ملي ګټو په رڼا کې شوېده، دا پرېکړه له ګڼو کورنیو او بهرنیو اړخونو سره په سلامشوره کې شوېده او دا پرېکړه د بشري خواخوږۍ او همدردۍ له مخې شوېده. اوس د دې وخت دی چې نور وسله وال مخالفان د سولې په اړه د افغانستان د مشرتابه د ښه نیت، ارادې او برنامې په اړه شک ونه لري او له حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني. یوازې په مخامخ خبرو کې د ټولو ستونزو حل لارې موندل کېدای شي.
ن. ش.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.