09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/د لړم ٢٤مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس او د وسله وال پوڅ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د دغه وزارت د رهبري پلاوي په استازیتوب ملي اردو ته د جمهورريیس له پاملرنې، باور او ملاتړ څخه په مننې وویل: د جمهورريیس ځانګړې پاملرنه د ملي اردو د ظرفیت د لوړوالي او مسوولیت منلولامل شوې ده.
اسدالله خالد وویل: د جمهورريیس دفاعي لیدلوری د افغانستان د ملي اردو لپاره یوه ستراتېژیکه لارښوونه ده چې په رڼا کې یې د هېواد ملي اردو توانېدلې لویې لاسته راوړنې ولري او مهمو موخو ته ورسېږي.
جمهورريیس غني د ملي دفاع وزارت له رهبرۍ، سرتېرو، بریدملانو او د ملي اردو له افسرانو څخه په مننې وویل: تاسو هر یو د افغانستان د عظیم ملت، زما او همدا راز د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لرئ.
هغه زیاته کړه: زما غوښتنه تل دا وه چې افغانستان د غښتلې ملي اردو لرونکی وي، هغه اردو چې په متانت د مشروع قوې د استعمال واک ولري.
جمهورريیس محمد اشرف غني د دې کتنې په بهير کې د ملي دفاع وزارت منسوبینو ته د ترفیعاتو مبارکي وویله چې وړاندیز یې پخوا شوی و او زیاته یې کړه: ټاکل شوې وه دغه ترفیعات د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ (د زمري ۲۸مه) اعلان شوي وای، خو د دښمنانو پر وړاندې په عملیاتو کې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ او پرسونل د بوختیاوو له امله وځنډېدل.
د هېواد جمهورريیس د انتخاباتو د امنیت تامین او په انتخاباتي چاروکې د دغه وزارت د منسوبینو نه لاسوهنه وستایله او ويې ویل: اوس تاسو په یوه ملي او غیر سیاسي بنسټ بدل شوي یاست چې د قانون په چوکاټ کې د دغه هېواد د ملي ګټو ساتنه کوئ.
هغه زیاته کړه: په تېرو پنځو کلونو کې د ملي اردو په ظرفیتونوکې اساسي بدلونونه راغلي او زموږ ملي اردو له ټولو هغو خطرونو سره په قوت مبارزه کړې چې زموږ هېواد او خلک ورسره مخ دي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: لوی او سخت تصمیمونه هغه وخت نیول کېږي چې د یوه هېواد رهبران د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو په وړتیاوو بشپړ باور ولري.
دغه راز جمهورريیس د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې عملیاتو کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوایي ځواک او ځانګړو قطعاتو وروستۍ لاسته راوړنې وستایلې، ويې ویل: ستاسو په موجودیت کې به د افغانستان دښمنان هېڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي.#
پاى/ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.