12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د لوګر پر يوشمېر اوسېدونکو  نغدې پيسې او د چرګانو خواړه ووېشل شول

د لوګر پر يوشمېر اوسېدونکو نغدې پيسې او د چرګانو خواړه ووېشل شول

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر په لوګرکې د چرګانو پر ٣٤ فارم...

د سروبي لسګونو بزګرانو او بڼوالو کاري وسايل ترلاسه کړل

د سروبي لسګونو بزګرانو او بڼوالو کاري وسايل ترلاسه کړل

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د...

په حوزجان کې د طالبانو له قيد څخه د مشرانو د خلاصون لپاره هڅې دوام لري

په حوزجان کې د طالبانو له قيد څخه د مشرانو د خلاصون لپاره هڅې دوام لري

کابل/ د ليندۍ٢٠مه/ باختر د هغو ٤٠ تنو د خلاصون لپاره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سیاسي همغږۍ اړتیا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ۲۴ مه/ باختر
د وروسته پاتي هېوادونو یوه ستونزه دا ده چې په دغه راز هېوادونوکې د سیاسي یووالي او همغږۍ کچه خورا ټیټه ده او همدارنګه دولتي بنسټونه یې هم کمزوري دي.
دا دوه نیمګړتیاوې سبب کېږي چې په دغو هېوادونوکې سیاسي بهیر ډېر ورو پرمختګ کوي، شاتګ په کې ډېر وي او ستونزې ژر نه حل کېږي. افغانستان هم د دغه راز هېوادونو په ډله کې دی.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د هېواد په  اوسنیو شرایطوکې د سیاسي همغږۍ اړتیا ته کتنه کړې ده او لیکي:
منو چې افغانستان د نړۍ د ډېرو وروسته پاتي هېوادونو په ډله کې دی؛ خو د افغانستان بله ستره ستونزه دا ده چې پوره څلور لسیزې په کې جګړه دوام لري. د سیاسي یووالي او همغږۍ خورا ټیټه کچه او د دولتي بنسټونو کمزوري له یوې خوا او د تپل شوې جګړې دوام له بلې خوا په ټوله کې د هېواد وضعیت له ستر بحران سره مخ کړی دی.
د نظام جوړونې بهیر ټکنی دی، مهمې ملي ستونزې په خپل وخت نه حل کېږي او ښه فرصتونه له لاسه وځي.
د دغه راز حالت یو تازه بېلګه زموږ د جمهوري ریاست انتخابات دي. په انتخاباتو کې د خلکو د  ګډون کچه خورا ټیټه وه. پر دې سربېره د انتخاباتو له ترسره کېدو دا دی نږدې دوه میاشتې تېرېږي خو لا تر اوسه ړومبنۍ پایلې نه دي ښودل شوې او دا  خپله د یوډول انتخاباتي بحران نښه ده.
په نورو برخو کې هم ورته حالت دی. په دغه راز شرایطوکې تر هرڅه وړاندې په ټولنه کې سیاسي یووالي او همغږۍ ته اړتیا ده. پر بلې وینا پراخې سیاسې اجماع ته اړتیا ده. که د افغانستان سیاستوال او مخکښان و نه شي کولای په نږدې راتلونکي کې دغه راز پراخې او پیاوړې سیاسي اجماع ته ورسېږي، نو افغانستان به ونه شي کولای له اوسني بحرانه ووځي.
سیاسي اجماع د ټولو راولاړو ستونزو د حل کونجي ده. سیاسي یووالي او اجماع ته رسېدل هغه مهال شوني دي، چې ټول خپل شخصي او سلیقه یي ملاحظات یوې خوا ته کېږدي، د افغانستان اوسني ترخه واقعیتونه درک کړي، لوړو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د انعطاف په ښودلو سره د یو بل د منلو پر لور ګام پورته کړي او ټول په ګډه له اوسني بحرانه د افغانستان ژغورلو ته ملا وتړي.
کله چې موږ د سیاسي یووالي او اجماع په اړه خبرې کوو، نو مانا یې دا نه ده چې ټول دې په یو سیاسی ګوند یا سازمان کې سره راټول شي او د یوې ایډیالوژۍ پلوي وکړي.
دموکراسي د سیاسي پلورالیزم پر اصولو ولاړه ده. که سیاسي پلورالیزم نه وي، نو بیا ولسواکي خپل رښتینی مفهوم له لاسه ورکوي. ډول ډول سیاسی ګوندونه چې له قانون سره سم جوړ شوي وي او فعالیت کوي، د ولسواکۍ په پیاوړتیا کې ستر رول لري.
د سیاسي یووالي یو مفهوم هم دا دی چې سیاسي قانوني ګوندونه پیاوړي وي. هر څومره چې یو ګوند ډېر غړي او پلویان ولري؛ دا خپله جوتوي چې دغومره خلک د دغه ګوند د پروګرام پر شاوخوا سره راټول دي او یو نظر لري.
کله چې ستر ملي مسایل مطرح کېږي؛ نو بیا باید ټول په ګډ ملي سنګر کې ودرېږي او د افغانستان د ګټو دفاع وکړي.
پاى/ن. ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.