07 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د چین د نوي استوګن سفیر باورلیک ومانه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دلړم۲۵مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ کې، د افغانستان لپاره د چین د نوي استوګن سفیر وانګ یوو باورلیک ومانه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس د چین نوي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، موږ هیله من یوو چې ستاسو راتګ به د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو لا ښه کېدو او پراخېدو کې مهم رول ولوبوي. افغانستان له چین سره د پراخو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې اړیکو غوښتونکی دی.
جمهورريیس په خپلو خبرو کې د چین او افغانستان د اړیکو ارزښت ته په اشارې وویل، دواړه هېوادونه له تېرو ۵۰ کلونو دوستانه اړیکې لري او دغه اړیکې باید نورې هم پراخې شي.
د هېواد جمهورريیس وویل: چین په سیمه کې پیاوړی اقتصادي هېواد دی او د دې هېواد همکاري د سیمې د پرمختګ لامل کېږي او افغانستان  لېوالتیا لري چې له چین سره د دغو همکاریو عمده برخه وي.
ښاغلي وانګ یوو په افغانستان کې په خپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د خپل ماموریت پر مهال به د چین او افغانستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا لپاره دوامدار کوښښونه وکړي  #پاى-  ع

Last modified on Saturday, 16 November 2019 11:36

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.