07 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د امريکا سفير: افغان امنيتي ځواکونو په انتخاباتوکې د هېڅ کانديد پلوي نه کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لړم ٢٨مه/ باختر
په کابل کې د امريکا سفير جان بس په خپلو نويو څرګندونو کې ټينګار وکړ چې افغان امنيتي بنسټونو د دغه هېواد په انتخاباتوکې د کوم کانديد پلوي نه ده کړې.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې، د امريکا سفير په خپل توېټر پاڼه کې ليکلي دي: داسې کوم شواهد نشته چې افغان امنيتي بنسټونو د جمهوري رياست انتخاباتو په ورځ  او يا له هغې وروسته په انتخاباتوکې په اړوندو چاروکې د کوم کانديد پلوي کړې وي.
د هغه د څرګندونو له مخې: افغان امنيتي بنسټونو يوازې د هغو کانديدانو ملاتړ کوي چې په خپلو اعتراضونوکې د هېواد نافذه قوانين په پام کې ونيسي.
هغه دغه راز څرګنده کړې ده چې د انتخاباتو د تصميمونو په اړوند د معلوماتو په کمښت کې د افغانانو په ناهيلي کې ځان شريک بولي.
د امريکا سفير دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په يوشمېر ولايتونوکې د رايو د بيا شمېرنې بهير پيل شوى دى او د يوشمېرانتخاباتي ډلو د کتوونکو له اعتراض سره مخ او په تاوتريخوالي بدل شو چې په پايله کې په کندزکې د انتخاباتو د خپلواک  کمېسيون دفتر ته څېرمه د اعتراض کوونکو په غونډه کې يو تن ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله  او د افغانستان پخواني جمهوررييس حامدکرزي په کندزکې پر اعتراض کوونکو د امنيتي ځواکونو د ډزو په اړوند انديښنه څرګنده کړې ده، خو د کورنيو چارو وزارت   له خوا په يوه اعلاميه کې د امنيتي ځواکونو د ډزو په اړه ادعا رد شوې ده او ويل شوي دي چې په دې سيمه کې د طالبانو د هاوان ماين د لګېدو له امله يو ملکي وګړى ووژل شو او د يو پوليس په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول.
پاى \ش\ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.