07 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د ننګرهار عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دلړم ٢٨مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د خپل سفر په لړ کې نن سهار د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قومندان تورن جنرال عبدالهادي ترین، د ملي امنیت ريیس نظرعلي واحدي او امنیه قومندان اېمل نیازي د عمومي امنیتي وضعیت په  اړه خپل راپور جمهوررئیس ته وړاندې کړ او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ ډاډ یې ورکړ.
هغوی وویل: د نظامي عملیاتو د څرنګوالي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ښې همغږۍ او ولسي پاڅون کوونکو د همکارۍ په پایله کې په ننګرهارکې د داعش ملا ماته شوې او د دغې ډلې ۲۴۳ جنګیالي له ۶۲۵ ښځو او ماشومانو سره تسلیم شوي دي.
یادو مسوولینو څرګنده کړه: په تسلیم شویو کسانوکې د پاکستان، ایران، تاجکستان، آذربایجان، قزاقستان، مالدیف او اوزبیکستان اوسېدونکي شامل دي. تسلیم شویو ښځو او ماشومانو ته د استوګنې، خوړو او روغتیا اسانتیاوې برابرې شوې او دا مهال ترې څېړنې روانې دي.
جمهورريیس غني د ننګرهار د  والي او د دغه ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ د غوره مدیریت مننه وکړه او ويې ویل: په ننګرهارکې د داعش ختمول نه یوازې د مشرقي او افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه لویه لاسته راوړنه ده، امنیتي او دفاعي ځواکونو، ولسي پاڅون کوونکو او د ننګرهار ولسونو ته د دغې لویې لاسته راوړنې مبارکي وایم.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: د تسلیم شویو ښځو او ماشومانو لپاره دې زموږ له دود او دستور سره سم ترتیبات ونیول شي او په دې اړه یې د ننګرهار والي ته مشخصې لارښوونې وکړې. همدارنګه یې د ننګرهار له ولسونو خصوصا له هغوی چې د داعشیانو له لاسه یې سختۍ او زیانونه لیدلي، وغوښتل چې د داعشیانو د برخلیک په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات ورسره شریک کړي.
جمهورريیس وویل: سرحدي ځواکونه باید په قول اردوګانوکې جذب او کرښې ته څېرمه ځای پرځای شي او د ولسي پاڅون کوونکو تمویل او تجهیز چې د هېواد د دفاع په لاره کې یې ډېرې قربانۍ ورکړې دي، زموږ له لومړیتوبونو څخه دي.
د هېواد جمهورريیس د داعش د ځپلو په برخه کې د ننګرهار د ولسونو او مشرانو هلې ځلې او سرښندنې وستایلې او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې شینوارو، مومندو او نورو قومونو ته چې د داعش د ځپلو په برخه کې یې قربانۍ ورکړې، باید ځانګړې پاملرنه وشي.
جمهورريیس مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار په تصفیه شویو سیموکې باید انکشافي پروژې پلې او د خلکو لومړنیو اړتیاو ته رسیدګي وشي.
هغه زیاته کړه: د تسلیم شویو داعش جنګیالیو له کټګورۍ وروسته باید د سیمې او نړۍ هېوادونو سره پايلې ته ورسېږو او دوی باید د خپلو اتباعو مسوولیت ومني.
جمهورريیس غني له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ننګرهار د ولسونو همکاري او همغږي ګټوره وبلله او هغوی ته یې د دغه رول د لا پیاوړتیا او د پاتې سیمو د تصفیې په موخه د چاڼیزو عملیاتو لازمې لارښوونې وکړې. # 
پاى/ ذ
 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.