14 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دوه څلوېښت ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل / د چنګاښ ٢٤ مه / باختر مرکزي بانک ٤٢...

په ښارونو کې بریدونه او د سولې بهیر په اړه شکونه

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر له بده مرغه...

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه د جمهوررئیس په مشرۍ ترسره شوه

کابل/ د چنګاښ ۲۳مه/ باختر د قانون حاکمیت او حکومتولۍ عالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د ننګرهار د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دلړم۲۸مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ننګرهار ولایت په مقام کې د دغه ولایت د ولسي پاڅون له قومندانانو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د دغې کتنې په پیل کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل او د ولسي پاڅون قومندانانو ملک مکي، حاجي معاون او میاګل حسن د نورو په استازیتوب جمهورريیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او ګډې همکارۍ د داعش ځپلو او په دې برخه کې د ولسونو او مشرانو د هلوځلو او سرښندنو په اړه معلومات ورکړل.
یادو ویناوالو وویل: په خپلو شخصي او کمو امکاناتو یې داعش مات کړی، خو که حکومت یې تمویل او تجهیز ته پاملرنه وکړي، نو دوی به د طالبانو او ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو پر ضد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.
د ولسي پاڅون قومندانانو جمهورريیس غني ته وویل: دوی یوازې په ننګرهارکې نه، بلکې د هېواد په هره سیمه او ګوښه کې د دښمن پر ضد جګړې او مبارزې ته چمتو دي او تر هغو پورې چې په ننګرهارکې سراسري امن او ثبات نه وي راغلی، نو د انکشافي پروژو او نورو غوښتنو پرځای یوازې او یوازې د نظامي تمویل او تجهیز غوښتنه کوي.
جمهورريیس غني د دوی د معلوماتو او غوښتنو له اورېدو وروسته د ولسي پاڅون له قومندانانو څخه په مننې وویل: هغه توره او مېړانه چې د داعش په ځپلو کې تاسې وکړه، په سوریه، عراق او نورو هېوادونوکې د دغې شومې پدیدې پر وړاندې نه ده شوې او زه ستاسو د مننې او د دغې مېړانې د قدردانۍ لپاره راغلی یم.
جمهورريیس څرګنده کړه: د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبرۍ ته مې ستاسو د تمویل او تجهیز په اړه واضح لارښوونې کړي او تاسو ته به حد اقل د یو کال امکانات برابر او په سیمه ییزه اردو کې به ستاسو جلب او جذب ته لومړیتوب ورکړل شي.
جمهورريیس غني د ولسي پاڅون قومندانانو ته په خطاب کې وویل: پر تاسو ویاړم او اساسي پاملرنه به درته کېږي، ځکه تاسو یو ځل بیا په خپلو وینو دا وطن وګټلو. وطن او ولسمشر ستاسو د سرښندنو او هلو ځلو پوروړي دي او زه به مو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر پالم. ستاسو د شهیدانو د کورنیو اساسي پالنه او د ټپیانو درملنه به هم کېږي.
د هېواد جمهورريیس له هغوی څخه وغوښتل چې د داعش د ځپلو په څېر د طالبانو او نورو تروریستي ډلو او ګروپونو د ځپلو په برخه کې هم له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره اوږه په اوږه مبارزه وکړي.#
پاى/ ذ

Last modified on Wednesday, 20 November 2019 03:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.