12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور رییس محمد اشرف غني د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې بهیر وکوت Featured

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د لیندۍ ۶ مه / باختر

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن سهار د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د جبل السراج تاریخي ماڼۍ د بیارغاونې بهیر د لیدنې په موخه پروان  ته سفر وکړ.

باختر آژانس ته د جمهوری ریاست د ویندوی د دفتر له مخې، جمهوررییس د یادې ماڼۍ د بېلابېلو برخو د کاري بهیر د لیدنې پرمهال وویل: افغان ولس په ځانګړي ډول د پروان خلکو ته مبارکي وایم چې یوه کنډواله بېرته د هیلو او ویاړ په بنسټ بدلېږي.

جمهوررییس د دې په څرګندولو چې د جبل السراج ماڼۍ به د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت په موزیم بدله شي وویل: جهاد د ټولو افغانانو ویاړ دی. هغه زیاته کړه، یو بنسټ باید د دې ماڼۍ د منابعو دوامدار مدیریت په غاړه واخلي او د منار په سیمه کې دې یو بازار جوړ شي، چې سیلانیان په اساسي ډول د افغانستان له تېر تاریخ او زموږ فرهنګي میراثونو سره بلد شي.

جمهوررییس وویل: د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په توګه د پروان ولایت د بچیانو پر سرښندنو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د هیواد دفاع کوي، ویاړم او درناوی یې کوم.

جمهوررییس څرګنده کړه: د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د راپور پر بنسټ، ددغه بنسټ له لورې پر جوړو شویو ودانیو لګښت څو برابره کم دی او دغې ادارې د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې ۲۶ جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي دي چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د دې ادارې له لورې د ۳۷۷ جوماتونو د جوړولو کار جریان لري.

جمهوررییس وویل: هڅه کوو چې د روغتیا په برخه کې د واضحې پانګونې زمینه برابره کړو.

هغه د هیواد د ملکي او پوځي شهیدانو کورنیو په ځانګړي ډول د پروان د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او وې ویل، پروان د جمهوریت د بقا په خاطر بې شمېره قربانۍ ورکړي او په تېرو ټاکنو کې د دغه ولایت د خلکو ونډه د پام وړ وه.

جمهوررییس وویل، د افغانستان ملي یووالی، اسلامي ارزښتونه، جمهوریت او له هر افغان سره د بل افغان برابري زموږ ژمنه ده. هغه زیاته کړه چې د خلکو له مشورې او همغږۍ پرته د سولې تامین، پرمختګ او د بشري سرچینو مدیرت امکان نه لري.

جمهوررییس د دې په بیانولو چې د افغانستان ملت له وابستګۍ، بې وزلۍ، وېش او ګواښ څخه راوتلی دی وویل: راتلونکی کال به د اوبو پر مدیریت زیات تمرکز ولرو او د کابل او پروان د څښاک اوبو د سروې په خاطر مې اړوندو ادارو ته لارښونه کړی ده.

جمهوررییس غني وویل: د افغانستان په ځانګړي ډول د پروان پیداوارو ته بازارموندنه کېږي او اړتیا ده چې هر کال په ملي او ولایتي کچه خپل لومړیتوبونه وټاکو. هغه د پروان له پانګوالو وغوښتل چې د یاد ولایت او ټول هیواد د بیارغاونې په برخه کې مخکښ شي.

په دغو مراسمو کې د پروان والي فضل الدین عیار ښې رهبرۍ او بیارغاونې او د لویو ملي پروګرامونو تطبیق ته د جمهوررییس له پاملرنې مننه وکړه وې ویل: د جبل السراج ماڼۍ پر بیارغاونې سربېره، د پروان د لیلیې، جوماتونو او روغتونونو لپاره د انتظار خونو جوړولو پروژې د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې له لورې دوام لري.

همداراز د پروان ولایتي شورا رییس بهاوالدین جیلاني د تاریخي آبداتو په ځانګړي ډول د جبل السراج ماڼۍ بیارغاونې ته د جمهوررییس له پاملرنې مننه وکړه.

هغه زیاته کړه: نن موږ  په یوې داسې تاریخي ودانۍ کې ولاړ یوو چې د پردیو د جنګونو او یرغل له امله کنډواله شوې وه او د پروان خلک او د هیواد تاریخ به هېڅکله له یاده ونه باسي چې د جمهوررییس زړه بیارغاونې او جوړولو ته تپېږي.

هغه خپلواکه دفاع، په بریالي ډول د ټاکنو ترسره کېدل او د سولې خبرو بهیر د جمهوررییس او افغانستان حکومت د پام وړ ګامونه وبلل.

په دغو مراسمو کې د جمهوري ریاست ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې مرستیال عبدالرحمن عطاش د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې بهیر په اړه معلومات ورکړل او وې ویل، د دې ودانۍ د بیارغاونې چارې د جمهوررییس غني په لارښوونه د ۱۳۸۷ په تلې کې پیل شوې او ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي.

هغه څرګنده کړه: د جبل السراج ماڼۍ د بیارغاونې په ګډون په پروان کې د ۱۷ نورو پروژو د بیارغاونې کارونه دوام لري او یو شمېر یې بشپړې شوې دي.

وروسته د پروان ولایتي شورا غړې ملکې مایلزاده د جبل السراج تاریخي ماڼۍ بیارغاونې ته د جمهوررییس له پاملرنې د مننې ترڅنګ وویل: د جمهوررییس غني د زعامت پر مهال په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، ټولنیزو، ښځو حقونو او ملي وحدت برخو کې زیاتې لاسته راوړنې لرو

هغې زیاته کړه، دغه هڅې د جمهوررییس اراده او عزم ښیي چې د افغانستان په تاریخ کې بې ساری دی.

په همدې ترتیب د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان هم په خپلو خبرو کې وویل: د تاریخي ابداتو جوړول زموږ له اسلامي او ملي ارزښتونو سره اړیکه لري. هغه زیاته کړه، د دغه ډول ځایونو جوړول چې خلک سره یو ځای کوي، اسلامي او ملي کار دی.

هغه همداراز د استالف تخت بیارغاونې، د شهیدانو وارثینو او په پروان ولایت کې د ځمکو خړوبولو لپاره د بندونو جوړولو ته د جمهوررییس د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د دغو مراسمو په جریان کې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې د جبل السراج ماڼۍ د تاریخي مخینې او بیارغاونې بهیر د دوام په اړه ویډیو هم نندارې ته وړاندې شوه.

 

Last modified on Wednesday, 27 November 2019 17:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.