10 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت فعال شو

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د توريزم او هوټلدارۍ انستيتوت...

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د پروان د انتخاباتو کمېسيون اته ساحوي کارکوونکي نن په...

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنرعالي شورا ګډه اعلامیه

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د کابل پولیتخنیک پوهنتون د جیولوژي څانګې استادانو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دليندۍ ١١مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني تېر ماښام د کابل پولیتخنیک پوهنتون جیولوژي څانګې استادانو سره په کتنه کې د هېواد د کانونو د راېستلو په برخه کې د کمزوریو او پیاوړتیا او لومړیتوبونو پر تشخیص خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه د کانونو او پترولیم وزارت مسولینو او د کابل پولیتخنیک پوهنتون ريیس هم حضور درلود په پیل کې پوهاند امیرمحمد موسی زي د افغانستان د قیمتي ډبرو، زېرمو او طبیعي سرچینو په اړه خپل پریزنټیشن وړاندې کړ.
هغه زیاته کړه:افغانستان د معدنې زېرمو لکه قیمتي ډبرو، فلزاتو او نفت و ګاز له امله د نړۍ له بډایه هېوادونو څخه دی او له جیولوژیکي اړخه په سیمه او نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.
موسی زي وویل: بدبختانه د افغانستان معدني زېرمې په ځانګړي ډول قیمتي ډبرې په غیر مسلکي ډول اسختراج او له هېواده بهر قاچاقېږي، همدارنګه د نفتو او ګازو د تفحصاتو په برخه کې د فني کادر د کمبود له ستونزې سره مخ یوو.
جمهورريیس غني د یاد پریزنټیشن له اورېدو وروسته وویل: د خلکو د اګاهۍ په خاطر باید د افغانستان خلکو ته د قیمتې ډبرو او عناصرو په اړه د معلوماتو ترڅنګ د هغې نمونې په موزیم کې کېښودل شي.
هغه زیاته کړه دکانونو او پټرولیم وزارت باید د افغانستان د معدني زېرمو پر مشخصو اقلامو تمرکز وکړي او د ټول افغانستان د جیولوژي نقشه دې جوړه شي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کانونو موجودیت تثبیت او د هغو د استخراج په اړه لازم تدابیر ونیول وشي.
جمهورريیس څرګنده کړه، که د پرمختللي او پام وړ صاداراتي پلان له مخې د افغانستان د کانونو د استخراج اقدام وکړو تر راتلوونکو څلورو کلونو به مو عواید د پام وړ زیات شي. جمهورريیس غني وویل: چین، سعودي عربستان او عربي متحده امارات حاضر دي چې د افغانستان پر مرمر او رخامو پانګونه وکړي. هغه زیاته کړه، د نفتو او ګازو تفصحاتو ته دې زیاته پاملرنه وشي چې په دې برخه کې زموږ واردات کم شي.
جمهورريیس له یادو استادانو وغوښتل چې د کوچنیو، منځنیو او سترو کانونو د غوره مدیریت او همدارنګه د فني کادرونو د روزنې په برخه کې خپلې طرحې وړاندې کړي.
جمهورريیس محمداشرف غني د بادي او لمریزې انرژۍ د تولید په برخه کې د افغانستان ظرفیتونو ته په اشارې وویل: تر هغې چې ثابته برېښنا ونه لرو، کانونو په سم ډول نشو اېستلو او نه انکشاف   ورکولای شو.
جمهورريیس څرګنده کړه، د هېواد د جیولوژي سروې تغییر کړی او له ټولو هېوادونو څخه وړاندې شوي تحقیقات له یوه بل سره متفاوت او په ټکر کې دي. هغه د کابل پولیتخنیک پوهنتون جیولوژي څانګې استادانو څخه وغوښتل، په دې اړه چې پر کومو لومړیتوبونو تمرکز وشي خپلې مشورې وړاندې کړي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل: د تحقیقاتو پر مرکز او لابراتوارونو دې زیاته پانګونه وشي او حکومت حاضر دى چې د نفت او ګازو د تفحصاتو په برخه کې هم پانګونه وکړي.#
پاى- ع

Last modified on Monday, 02 December 2019 09:41

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.