28 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

وسله والو په کابل کې د سیمه ييزې اردو قوماندان ترور کړ

وسله والو په کابل کې د سیمه ييزې اردو قوماندان ترور کړ

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر وسله والو نن د کابل...

شپږ وسله وال طالبان د هېواد په جنوب کې ونیول شول

شپږ وسله وال طالبان د هېواد په جنوب کې ونیول شول

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر د قندها د امنیې قوماندانۍ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پر مرستند ویانو برید د هېواد پر آبادۍ برید دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د لیندۍ ۱۴ مه/ باختر
تپل شویو جګړو د افغانستان اقتصادي بنسټونه نړولي دي. داسې برخه نشته چې هغه دې بیارغاونې ته اړتیا ونه لري. نړیوال مرستندویان د ناامنیو له ټولو ګواښونو سره سره دلته راځي او غواړي له افغانانو سره د ویجاړ هېواد په بیارغاونه کې مرسته وکړي. پر دغه راز مرستندویانو برید په حقیقت کې د افغانستان پر بیارغاونې برید دی.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دې موضوع ته کتنه کړې ده او لیکي:
په جلال آباد کې د مرستندویې ادارې پر کارکوونکیو برید چې د دغې ادارې مشر ډاکټر ناکامورا په کې ژوند له لاسه ورکړ، هم دننه په هېواد کې او هم په نړیواله کچه ډېر پراخ غبرګونه پارولي دي.
که ټولنیزو شبکو ته سر ورښکاره کړو، نو پر ناکامورا برید په کلکه غندل شوی دی.
پر غندنې سربېره ګڼو افغانانو د دغه برید له امله ځانونه سرټیټي بللي دي او د ناکامورا له کورنۍ او ټول جاپان ولسه یې بخښنه غوښتې ده چې ویې نه شوکولای د هغه امنیت خوندي کړي.
ناکامورا کوم پوځي ماموریت نه لاره او نه له داسې هېواده راغلی و چې هغه دې په جګړه کې ښکیل وي او یا دې دلته ځانګړې سیاسی موخې ولري. هغه له افغانانو سره مرستې ته راغلی و، کانالونه یې جوړول، بندونه یې جوړل، شاړې ځمکې یې آبادولې، مېوه دارې او بې مېوې ونې یې کرلې، پارکونه یې جوړل، ناروغان یې کتل او د هغوی درملنه یې کوله. ده د زړه له تله غوښتل چې د بېوزلو کروندګرو په ژوند کې مثبت بدلون راولي، ده له ژوند سره مینه لرله او تل به یې په خپلو خبرو کې ویل چې ژوند ته اړتیا ده، نه ټوپک ته. ده د ټوپک پر ځای بېل او ګېنټی غوره کړی و او خپله به یې داسې کار کاوه لکه په خپل بڼ او ځمکه کې چې کار کوي. ده دا کار،خپل کار باله، دا باغونه، کانالونه او بندونه یې خپل بلل او دا ولس یې خپل باله. د ده ستره ځانګړنه دا وه چې د زړه له تله یې کار کاوه، پاک کار یې کاوه او هیله یې دا وه چې د خلکو پر شونډو مسکا خپره وي. همدا لامل و چې خلکو له ده سره مینه کوله، د ده قدر یې کاوه او ده ته یې د بیارغاونې اتل وایه. جمهوررییس ورته د افغانستان افتخاري تابعیت هم ورکړی و.
پر ډاکټر ناکامورا برید یوځل بیا په ډاګه کړه چې د افغانستان تاریخي دښمنان نه غواړي افغانستان آباد شي. دښمن نه غواړي چې د دغه هېواد شاړې دښتې آبادې شي، دښمن نه غواړي چې افغانان سوکاله او نېکمرغه ژوند ولري. د دښمن موخه دا ده چې دا ولس د پخوا په څېر خوار او ذلیل وي، لاس یې نورو ته غځېدلی وي، اړ او محتاج وي.
آیا خلک نه پوهېږي چې د دغه راز بریدونو تر شا کومې موخې پرتې دي؟ که نه پوهېږي نو باید ځانونه پرې پوه کړي او که پوهېږي نو باید د یو ژمن ملت په توګه د دغو کرغېړنو پلانونو شنډولو ته ملا وتړي او د خپل وطن او خاورې د آبادۍ او ښېرازۍ دفاع وکړي.
خلک باید دغه راز بریدونه بابیزه ونه ګڼي، دا پر څو تنو کارکوونکیو برید نه دی، بلکې دا د افغانستان د بیارغاونې پر بهیر برید دی، دا د افغانستان پر آبادۍ برید دی او د افغانانو پر سوکالۍ او نېکمرغۍ برید دی.
هیله مو دا ده چې خلک هغه پروژې چې ډاکټر ناکامورا پرې سر کېښود، ژوندۍ او فعالې وساتي، د ده په لاس جوړشوي باغونه همداسې شنه او زرغون وساتي او هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د ده په لاس جوړشوي بندونه او کانالونه ویجاړ کړي.
خلک باید د ده پر پله، پل کېږدي او د نورو شاړو ځمکو آبادولو او د نورو کانالونو او بندونو جوړولو ته ملا وتړي او پرې نه ږدي چې د افغانستان د آبادۍ د دښمنانو خوبونه رښتیا شي.
پاى/ن. ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.