31 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حامدکرزي دهېواد له يوشمېر عالمانواومخورواو له زلمي خليل زادسره وکتل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندي١٥مه /باختر:
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د هېواد یو شمېر عالمانو او مخورو پرون  د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد او د دغه هېواد د ملی امنیت شورا د جنوبی او مرکزي آسیا څانګې له رئیسې مېرمن لیزا کورتیس سره وکتل.
دحامدکرزي  ددفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د غونډې ګډونوالو د سولې په برخه کې د ښاغلي خلیلزاد د هڅو پوره ستاینه او ملاتړ وکړ او ورسره یې د سولې په پروسه کې د امریکا د حکومت د جدیت او صداقت غوښتنه وکړه.
د مجلس ګډونوالو په ډاګه کړه چې د افغانستان اوسني  وضعیت او روان ناورین نور د خلکو له زغم څخه وتلی دی. دوی همداراز ټينګار وکړ چې د افغانستان خلک د بشپړ اتفاق خاوندان او ټول په یوه غږ د سولې د پروسي ملاتړ کوي.
همداشان مجلس دا هیله هم څرګنده کړه چې د امریکا حکومت په متحدانه توګه د سولې د پروسې ملاتړ وکړي. ختم ف

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.