18 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

د سولې لپاره د ځوانانو ناسته» وشوه

کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې لپاره د ځوانانو ناسته...

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

-کابل /دمرغومي ٢٧مه /باختر د سولې په چارو کې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسترې محکمې دعالي شورا په غونډه کې محکموته لارښوونه وشوه چې دجزايي اجرااتو دقانون ارزښتونه په پام کې ونيسي اوعملي يې کړي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
دقاضي القضات اودسترې محکمې درييس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ  دسترې محکمې دعالي شوراغونډه نن جوړه شوه.
په دې غونډه کې شورا لومړۍ دمدني اوشخصيه  احوالو دمحکمو په وړاندې دجزايي حکمونو دارزښت او دهېواد دجزايي محکمو په وړاندې دمدني او شخصيه احوالو دمحکمو  دحکمونو دارزښت په باب خبرې وکړې او دجزايي اجرااتو دقانون د ٢٩٨ – ٢٩٩ او ٣٠٠ مادو دمصرحاتوپه رڼا کې  لارښوونه وکړه چې داجرااتو په وخت کې دې دپورتنيو مادوحکمونه په پام کې ونيسي اومرعي يې کړي .
وروسته دامنيت  پرخلاف دجرمونو دديوانونو له لوري دنظامي منسوبانو هېواد ته دخيانت ديوشمېر قضيو دڅېړنې په برخه کې له قضايي مراجعو څخه درسېدلو استهدايو په باب چې دهغوى صادر شوي حکمونه وروسته په فرجامي  پړاو کې له ستونزې سره مخ شول دوثيقو  دتصحيح ډول  په داسې حال کې چې دهغوى له اصلي تګلوري څخه منحرف نه شي اودهغو وثيقو  داجرا کولو څرنګوالى چې يوځل دهغوى دمحصول دتحويل  اويز تزويري و خو بيا دهغوى قانوني محصولات په بانک کې تحويل شوي دي نافذو قوانينو دحکمونو او دسترې محکمې دعالي شورا دمصوبو په رڼا کې لارښوونه وشوه  .
وروسته دقتل دلېږدونکو  وسايطو دوسله والې  غلا اودټپي کېدو په مواردو کې جزايي قضيو  دبيا کتنې شپږ غوښتن ليکونه دلوى څارنوالي  دقضايي تعقيب دمرستيال اړوندو څارنوالانو او ديوشمېر محکومينودخپلوانواومدافعو وکيلانو په شتون وڅېړل  شول او په هر مورد کې دجزايي  اجرااتو دقانون د  ٢٨٢ مادې په حکم کې  ددرج شويو شرايطو په پام کې نيولو سره لازم تصميمونه ونيول شول .
سربيره پردې يوشمېر مدني بيا کتنې غوښتن ليکونه ، دجزايي قضيو دمحکمې دبدلون ځينې غوښتن ليکونه او دقضايي  کادر درجو په لوړوالي پورې اړوند وړانديزونه هم داجندا يوه برخه وه چې دهرې موضوع په باب  لازم تصميونه ونيول شول او دغه راز دلوى څارنوالى دادارې  دغوښتنې له مخې د ٢٧ جزايي دوسيو دڅېړنې واک دخوست او ننګرهار دولايتونوداستيناف محکمو ته ورکړ شو .
  ختم_عطاالله_اکرم

 

Last modified on Tuesday, 10 December 2019 12:55

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.