23 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دغور ځوانانودحکومت دژمنې  دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

دغور ځوانانودحکومت دژمنې دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دغور ځوانانو په...

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم  دپولند له ليک سره  يوځاى شو .

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم دپولند له ليک سره يوځاى شو .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دافغانستان دفوټبال دملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فضل هادي مسلم یارپه کابل کې دچګ جمهوريت له سفير سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار نن د خپل کار په دفتر کې کابل کې استوګن د چک جمهوریت له استوګن سفیر ښاغلي پیتر اشتیپانک سره دمخه ښې کتنه وکړه.
دمشرانوجرګې  مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
کتنه کې ښاغلي اشتیبانک کابل کې د چک جمهوریت د سفیر په توګه له  خپلې کاري دورې څخه له  یادونې سربېره وویل دې موده  کې یې د دوو دوستو هېوادونو ترمنځ داړیکو د پراختیا او ټینګښت په خاص ډول  د پارلماني اړیکو د پراخېدو  په موخه هڅې کړي دي .
نوموړي د سولې خبرو اترو بیا پيل ته په اشارې سره هيله وښوده  چې د افغانستان جګړه دې پای ومومي او تلپاتې سوله دې په کې ټینګه شي او په دې بهیر کې یې د خپل هېواد د مرستو ډاډ ور کړ.
ورپسې د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار د افغانستان له خلکو سره د چک جمهوریت له مرستو څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ  په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو په ټینګښت ټینګار وکړ.
فضل هادي مسلم یار سوله د افغان ولسونو اساسي اړتیا وبلله  او ویې ویل کومې خبرې چې د امریکا دمتحده ایالاتو اوطالبانو ترمنځ روانې دي له جزئیاتو یې افغان ولسونه پوهاوی نه لري او دخلکو د استازو او حکومت له حضور پرته پرمخ وړل کیږي.
دمجلس رئیس څرګنده کړه چې په وروستیو کلونو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې تر ټولو زیاتې قربانۍ د افغان حکومت په مشرۍ زړ ورو امنیتي ځواکونو ورکړي او د یادو قربانیو پر وړاندې هر ډول معامله خلکو او افغان حکومت ته د منلونه ده.
د مشرانوجرګې رئیس همداراز له  چک جمهوریت څخه د جرګې د پلاوي د کتنې یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې د یاد هېواد پارلماني پلاوی دې هم د پارلماني اړیکو د ټینګښت او تجربو دشریکولو په موخه کابل ته سفر وکړي چې په دې برخه کې د یاد هېواد د سفیر له خوا ډاډ  ورکړ شو.
ختم- ف
 

Last modified on Tuesday, 10 December 2019 12:54

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.