15 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

بايرن مونيخ بارسلونا ته ماتې ورکړه

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: د اسپانيا د بارسلونا د فوټبال ټيم...

پنځه پوځيان  په دايکنډي کې شهيدان شول

پنځه پوځيان په دايکنډي کې شهيدان شول

-کابل/ دزمري ٢٥مه /باختر: پنځه پوځيان تېره شپه په دايکنډي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمشرانوجرګې په غونډه کې دسرتيرودذاتي چارو دقانون په اړه تقنيني فرمان تصويب شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
د مشرانوجرګې د رئيس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د ددې جرګې په نننۍ غونډه کې د سرتیرو د ذاتي چارو د قانون په اړه ۳۴۸ ګڼه تقنیني فرمان د یو لړ تعدیلونو سره مل تصویب شو.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
یاد فرمان چې په کمېسیونونو کې پرې بحثونه شوي وو د دفاعي چارو او کورني امنیت د کمېسیون د رئیس او غړو له خوا وړاندې شو چې په دېرشمه ماده کې یې د سرتیرو د رخصتۍ د کرایې په موخه له هرو شپږو میاشتو وروسته د څلورو زرو افغانيو د ورکړې په اړه د حکومت دطرحې په تصویب سربېره،  زیاتوالی راغی که چیرې واټن د زیاتوالي له امله زیات لګښت ته اړتیا وي هم دې ورکړل شي همدارازدې حکومت په خوندي توګه د سرتېرو په انتقال کې هڅه وکړي.
دغه راز په غونډه کې دمجلس رئیس او غړو دحلیم تنویر وروستۍ څرګندونې د هېواد قومونو ته ښکاره سپکاوی او ملي خیانت وګاټه، څرګنده یې کړه چې د دې خاورې اوسېدونکې چې له هر قوم څخه وي دیوبل ورونه، خوېندې او د یوه بڼ ګلان دي او هم یې ټینګار وکړ چې افغان حکومت دې حلیم تنویر چې له هېواده بهر ژوند کوي د خپلو تعصبي څرګندونو له امله د انټرپول پولیسو له خوا احضار او عدلي او قضایی اداروته دې وسپاري په همدې ډول څرګنده شوه هر څوک چې د نوموړي په شان ملي ضد دریځ غوره کړي قانوني پوښتنو لاندې دې ونیول شي.
ديادونې وړ ده حلیم تنویر په هغې ناسته کې چې د محمدګل خان مومند فعالیتونو څخه د لمانځنې په مناسبت آلمان کې د یو شمېر افغانانو له خوا جوړه شوې وه خبرې کړي او هزاره ولسونو ته یې سپکاوی کړی دى.
په غونډه کې یو ځل بیا په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د خبرو په اړه څرګنده شوه چې د دوی ترمنځ اوربند به هېواد کې د جګړو د زیاتوالي سبب شي او د افغانستان دولت د رول پرته به دغه بهیر بی پایلې آن خطرناکه وي.
همدارنګه یادونه وشوه چې له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې څخه په داسی حال کې لمانځنه کیږي چې تراوسه هېوادوال د دې کرغيړنې پدیدې څخه زیانونه ویني او هره ورځ په بېلا بېلو اړخونو کې د فساد لمن پراخیږي او افغانستان د نړۍ د فاسدو برتره هېوادونو په جمله کې ځای لري چې عمده عوامل یې د مفسدینو څخه ملاتړ دې چې باید ورسره سره پرېکنده مبارزه وشي او قانون پرټولو یوشان پلي شي.
په آزادو بحثونو کې د کابل ښار د هوا د ککړتیا د زیانونو څخه سخته اندېښنه څرګنده شوه او سناتورانو د دایمي برېښنا نشتون، د دود لرونکو موټرو موجودیت، ترافیکی ګڼه ګوڼه، د ډبرو سکرو څخه ډېره استفاده، د کابل ښار څنډو کې د خښتو بټیو شتون، د سون توکو د بیو لوړوالی، د ستندردونو نه مراعاتول، د استوګنې ښارګوټو زیاتوالی، حمامونه او ځینې نور موارد یې ستر لاملونه په ګوته کړل او په دې برخه کې د حکومت د لازمو تدابیرو د نیولو سربېره له کورنیو وغوښتل شول چې د مضرو شیانو له کارولو څخه دې ډډه وکړي، سهار او ماښامام دې ماشومانو ته د بهر وتو اجازه نه ورکوي او د ورځې په مهال دې د ماسکونو څخه ګټه واخلي.
د جمهوري ریاست د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان ټینګار، کندز ولایت او یو شمېر نورو سیمو کې د دښمن د شتون څخه د سیمو د پاکولو په موخه د ژمي په موسم کې د چاڼیزو عملیاتو په پيل ټینګار او ځینې نور مسایل هم په آزادو بحثونو کې مطرح شول.
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم یار د یادو مواردو د جمع بندۍ په وخت سره له دې چې سوله د هېواد حیاتي مسله وګڼله ویې ویل: د قطر ناستې د امریکا او طالبانو ترمنځ دي او دوی د دې بهیر مسئولیت لري او تر ترڅو چې د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره نه شي او د افغانستان خلک او د حکومت استازي په کې حضور ونه لري، مشرانو جرګه ورڅخه ملاتړ نه کوي.
فضل هادي مسلم یار یوځل بیا د ټاکنو د پایلو په اعلان ټینګار وکړ او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه یې وغوښتل تر څو ددې بهیر د اوږدېدو څخه مخنیوی وکړي او د خپلو قانوني واکونو سره سم دې عمل وکړي، همدا راز له سیاسیونویې هم وغوښتل چې د کمېسیون په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي.
د مشرانوجرګې رئيس له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې څخه هم یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې ټول لوري دې د اداري او اخلاقي ناوړه پدیدو سره په رښتینی توګه مبارزې وکړي ځکه دواړه موارد په ملي او نړیواله کچه د هېواد د بدنامۍ سبب ګرځي.
ختم- ف

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.