19 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني د مشرانو جرګې د څلورو بېلابېلو کمېسیونوله مسوولینو او غړو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دليندې   ٢١مه / باختر :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د مشرانو جرګې د دفاعي چارو او داخلي امنیت، بین المللي چارو، مواصلاتو او مخابراتو او د عامه هوساینې، طبیعي سرچينو او ژوندچاپیریال کمېسیونونوله مسوولینو او غړو سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په پیل کې د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالله قرلق له جمهوررئیس څخه د دغو ناستو د پیلولو،له مشرانو جرګې او ولسي جرګې سره برابر د چلند او پاملرنې له امله مننه وکړه. همدارنګه یې د مشرانو جرګې د سناتورانو د کړنو راپور د شریکولو ترڅنګ د دښمن د ځپلو په موخه د عملیاتو پر شدت او دوام ټینګار وکړ.
نوموړي وویل، مشرانو جرګې تل د هیواد ملي ګټو ته په پام تصمیمونه نیولي او پرېکړې یې کړي. هغه له نظام او ملي ګټو څخه د سناتورانو ملاتړ ته په اشارې وویل،  د افغانستان سلامتي، عزت، پرمختګ او نېکمرغي په یووالي، متقابل درناوي او د یو بل په منلو او زغملو کې دی.
د دفاعي چارو او داخلي امنیت کمېسیون رئیس محمدهاشم الکوزي د اړوند کمېسیون د کړنو په اړه  د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، له امنیتي او دفاعي ارګانونو سره په همغږۍ یې  وخت پر وخت د سرتېرو ستونزې پوښتلي او د حل په موخه یې له اړوندو مسوولینو سره شریکې کړې دي.
نوموړي وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رخصتیو، درملنې، اړوندو روغتونو د وضعیت ښه والي  او نورو ستونزو حل ته اساسي پام وشي. هغه زیاته کړه، یو شمېر وزیران او مسوولین مشرانو جرګې ته نه  حاضرېږي او یا هم پر وخت ځواب نه وایي، په دې برخه کې دې اقدام وشي.
د بین المللي چارو کمېسیون رئیس انجنیر فرهاد سخي د اړوندکمېسیون د کړنو د راپورد وړاندې کولو ترڅنګ ټرانسپورټي، د کډوالو، د کابل ښار د هوا د ککړوالي او د خپلسرو ودانیو ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.   
د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون  رئیس لطف الله بابا د کورنیو الوتنو په موخه د باختر هوایي شرکت د بیا فعالېدو د وړاندیز ترڅنګ د مخابراتي شرکتونو، حلقوي سرک، لویو لارو او نورې ستونزې مطرح کړې.
د عامه هوساینې، طبیعي سرچینو او ژوندچاپیریال کمېسیون رئیس ګل محمد رسولي د معتادینو، داخلي بې ځایه شویو، بې کفیته خوړو او درملو د واردولو او د څښاک اوبو ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې. هغه زیاته کړه، ځینې وزارتونه او ادارې بې صلاحیته او له مسایلو بې خبره  استازي مشرانو جرګې ته ور استوي، د دې لپاره دې هغوی ته واضح لارښوونه وشي.
د مشرانو جرګې د یادو کمېسیونونو د مسوولینو د راپورونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته جمهوررئیس غني وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن د مشرانو جرګې بېلابېل کمېسیونونه رغاونکی بحث کوي او دغه منظم پروګرام به همداسې ادامه ولري. هغه زیاته کړه، مشرانو جرګې تل د هیواد د ملي ګټو په رڼا کې مثبت، رغنده او مهم رول لرلی دی او سناتوران ملي روحیه او د دوامدارې همکارۍ ژمنتیا لري.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د مشرانو جرګې پر وړاندې د مسوولینو بې تفاوتي د منلو وړ نه ده او په ټینګار سره یې وویل، د دغې ستونزې د اساسي حل په موخه دې واضح او لیکلي اصول ترتیب شي چې پربنسټ یې اړوندو مسوولینو ته واضح لارښوونه وشي. ټول مسوولین باید مشرانو جرګې ته درناوی ولري.
د هېواد جمهوررئیس  څرګنده کړه، سوله د حکومت مهم لومړیتوب او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده او واقعي سولې ته تر رسېدو پورې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات د منظم پلان پربنسټ په شدت ادامه ولري. هغه زیاته کړه، د ویاړ ځای دی چې ۹۶ سلنه عملیات په مستقله توګه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترسره کوي.
جمهورريیس وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ترپخوا زیات منسجم او له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي. د دوی له پرمختګونو خوښ یم او د امنیتي او دفاعي ارګانونو د رهبرۍ په کچه بېسارې همغږي رامنځته شوې ده.
محمداشرف غني وویل، په راتلونکو شپږو میاشتو کې د باختر هوایي شرکت په فعالېدو سره به زموږ هیوادوالو په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د خوندي تګ راتګ  اسانتیاوې زیاتې شي. هغه زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل، سمبالښت، درملنې او اړوندو مسایلو ته اساسي توجه شوې او لا هم په دې برخه کې هڅې دوام لري. 
جمهوررئیس وویل، له عربي متحده اماراتو سره په مذاکراتو کې یوو چې د روغتونونو مدیریت واخلي او له دې سره به د ملکي او نظامي روغتونونو وضعیت کې نور ښه والی هم راشي. هغه زیاته کړه، دبهرنیو چاروپه وزارت کې د واضح اړتیا په سمبالښت د اصلاحاتو پیل شوی بهیر به په قانوني او اصولي توګه دوام لري.
جمهوررئیس غني وویل، په ښارونو کې  د چاپیریال د ککړتیا اصلي عاملین ښارګوټي او د بې کیفیته ډبرو سکرو او زړو ټایرونو سوځول دي او د دې ستونزې د مخنیوي په موخه د لمریزې برېښنا او نورو بدیلونو په اړه بحث دوام لري. هغه زیاته کړه، اوبه زموږ لومړیتوب دی، ځکه چې د اوبو د مدیریت له لارې د خلکو په ژوند کې اساسي بدلون راتلونکی دی او په دوو کلونو کې به د کابل ښار د څښاک اوبو ستونزه په اساسي توګه حل شي.
جمهوررئیس له ګاونډیو هیوادونو سره په پوله د وچو بندرونو ایجاد د تګ راتګ او د بې کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي لپاره چې بیه یې زموږ بې وزله هیوادوال پرې کوي، ګټور وباله. همدارنګه یې بې ځایه شویو ته د رسیدګي لپاره د امکاناتو په عادلانه وېش ټینګار وکړ.
د هیواد جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې وزارتونه باید له کابل محورۍ څخه ووځي وویل، د افغانستان د ولسوالیو انکشاف او وضعیت ته به اساسي پام وشي. اصلاحاتو ته به مثبت لوري ورکړو او واقعي سولې ته به د افغان دولت او خلکو په مدیریت او مالکیت ورسېږو. پاى- فضل واحد


 

Last modified on Thursday, 12 December 2019 11:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.