14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

طالبانو په فاریاب کې د نجونو یو ښوونځي ته اور واچاوه

کابل / د زمري ٢٤مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د انتخاباتو کمېسيون وياند: په اوو پاتې ولايتونوکې د رايو د بيا شمېرنې بهير پيل شوى دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د لیندۍ ۲۴مه/ باختر
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند وايي چې په اوو پاتې ولايتونوکې د رايو دبيا شمېرنې بهير نن سهار پيل شوى دى.
په پنجشير، تخار، سرپل، فارياب،  جوزجان، بدخشان او بغلان کې د رايو د بيا شمېرنې بهير د يوشمېر انتخاباتي ډلو د اعتراض او مخالفت په خاطر ځنډول شوى و.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند عبدالعزيز ابراهيمي په دې اړه باختراژانس ته وويل: د اوو ولايتونو د رايو  شمېرنې بهير په پيل سره موږ د جمهوري رياست انتخاباتو د لومړنيو پايلو اعلام ته نږدې کېږو.
ابراهيمي زياته کړه چې دغه بهير به د روانې اوونۍ تر پايه پورې بشپړ شي او په پاى کې به د جمهوري رياست انتخاباتو لومړنۍ پايلې د انتخاباتي ډلو د کتوونکو، مدني ټولنې، پر انتخاباتو د څارونکو بنسټونو د استازو او د کتونکو په حضورکې اعلام شي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله په دغو اوو ولايتونوکې د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون کارکوونکو ته اجازه ورکړه چې د رايو د بيا شمېرنې بهير پيل کړي.
سره له دې چې په اوو پاتې ولايتونوکې د رايو د بيا شمېرنې بهير پيل شوى دى؛ خو د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله په هغو ٢٧ ولايتونوکې د رايو د بيا شمېرنې غوښتنه کوي  چې د دغې انتخاباتي ډلې له کتونکو پرته  شمېرل شوې دي.
خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون وياند ټينګارکوي چې په دغو ٢٧ ولايتونوکې د رايو د بيا شمېرنې بهير بشپړشوى دى او يواځې په اووه پاتې ولايتونوکې د رايو دبيا شمېرنې بهير پيل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د دغو جنجالونو د حل لپاره له انتخاباتي ډلو او پر انتخاباتو د کتونکو بنسټونو د استازو ګډه غونډه دوه ځلې جوړه کړې ده.
د جمهوري رياست انتخاباتو له ترسره کولو نږدې درې مياشتې تېرې شوې دي. خو تراوسه د انتخاباتو خپلواک کمېسيون نه دې بريالى شوى چې د انتخاباتو پايلې اعلام کړي.
ختم- ج – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.