21 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې دوه تنه د سندونو د جعل کولو په تور ونيول شول

په هرات کې دوه تنه د سندونو د جعل کولو په تور ونيول شول

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر د ملي امنيت کار کوونکو...

د ننګرهار په شېرزادوکې د پوځي قرارګاوې جوړول دوام لري

د ننګرهار په شېرزادوکې د پوځي قرارګاوې جوړول دوام لري

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر په داسې حال کې چې...

د هرات پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره هڅې

د هرات پوهنتون د علمي کچې د لوړولو لپاره هڅې

کابل / دمرغومي ٣٠مه / باختر د هرات پوهنتون د محصلانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: له فساد سره اغېزناکه مبارزه غښتلي تقنیني بستر ته اړتیا لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دلیندۍ۲۴مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې له اداري فساد سره د مبارزې په کلني کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه. هغه په دې کنفرانس کې له فساد سره د اغېزناکې مبارزې لپاره غښتلي تقنیني بستر ته اړتیا مهمه وبلله.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهورريیس غني وویل: د قانون حاکمیت د قانون په خلا کې نشي بنسټیزه کېدای او زیاته یې کړه چې په تېرو پنځو کلونوکې مو د فساد پر ضد د هدفمندې مبارزې لپاره؛ لومړی د هغه قانوني بنسټونه کېښودل او ترڅنګ یې ۴۵۰ قوانین او مقررې، د فساد پر وړاندې د مبارزې قانون تصویب، د اداري فساد جرمونو د اطلاع ورکوونکو د ملاتړ قانون او د مقاماتو او لوړپوړو دولتي کارکوونکو د شتمنیو د ثبت، ارزونې او خپرولو قانون، یو مهم ګام بلل کېږي.
د هېواد جمهورريیس وویل: په تېرو پنځو کلونوکې د فساد پر وړاندې مبارزه د دولت په لومړیتوبونوکې وه او زیاته یې کړه چې د فساد پر وړاندې مبارزې په اړه د خلکو بشپړ ملاتړ او اجماع شته او اړتیا ده چې دغه مبارزه د هېواد د ثبات او ځان بسیاینې او همداراز د دولت او خلکو د کاري اجنډا په سر کې پاتې شي.
جمهورريیس غني په تېر کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې لنډمهاله او پروژه یي لیدلوری او د نورو هېوادونو د تجربو تطبیق پام وړ بریالیتوبونو ته د نه رسېدو عمده دلایل وبلل ويې ویل: حکومت دوه کاله وړاندې په لومړي ځل بریالی شو چې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي تصویب او عملي کړي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژي په بشپړ ډول د افغانانو د نظریاتو او د یوې افغاني پروسې او د هېواد د تجربو پر اساس تدوین شوې ده.
هغه زیاته کړه: د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتیژي بنسټ محوره ده او په افرادو متکي نه ده؛ دا ځکه تر هغو چې غښتلي بنسټونه ونه لرو؛ د فساد پر وړاندې مبارزه کې واقعي بریالیتوب نشو ترلاسه کولای.
جمهورريیس محمد اشرف غني د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژۍ تطبیق مؤثر وباله ويې ویل: دغې ستراتیژي څلورو ساحو ته په پام، د فساد پر وړاندې مبارزه کې د حکومت د پاشلو اقداماتو مخنیوی کړی او له دې پدیدې سره یې د حکومت نظامند چلند رامنځته کړی دی.
هغه زیاته کړه: د سیګار په ډول د خپلواکو بنسټونو ارزونه ښیي چې د افغانستان حکومت په دې ستراتیژۍ کې ژمنه شوي ډېری شاخصونه په لومړنیو دوو کلونوکې په بشپړ ډول تطبیق کړي؛ په مجموع کې له ۱۰۲ ژمنه شویو شاخصونو څخه ۸۲ یې په بشپړ ډول تطبیق او تکمیل شوي دي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: په عدلي او قضایي برخوکې د اصلاحاتو په موخه حکومت بریالی شو چې په عدلي او قضایي برخه کې د اصلاحاتو ملي برنامه تصویب او تطبیق کړي. په تېرو کلونو کې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې یوه اساسي ستونزه د موازي او غیر اغېزناکو ادارو موجودیت و. د دې ستونزې پېژندل لا ډېر وخت ته اړتیا لري چې اوسمهال په هر اړخیز ډول ارزول شوې او زیانونه یې پېژندل شوي دي.
جمهورريیس غني زیاته کړه: له اداري فساد او درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز توانېدلی چې په لنډمهال کې ۱۰۰۰ قضیو ته رسېدنه وکړي او په تړاو یې ۲۰۰ تنه په جزا محکوم شوي دي چې شاوخوا ۷۰ تنه یې لوړپوړي دولتي مقامات دي. پر دې سربېره، د اداري فساد جرمونو ته د رسېدنې له درکه نږدې دوه نیم میلیارده افغانۍ او ١٥٣ میلیونه امریکایي ډالر د دغو افرادو د فساد له پانګې څخه بېرته ګرځول شوې دي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د پولیسو او اردو منسوبینو او همداراز د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د بایومتریک معلوماتو په راټولولو سره د خیالي پولیسو ستونزه حل شوې او په ادارو کې د منابعو د مزو چړچو کېدو مخنیوی شوی دی. همداراز، د ملکي خدمتونو د ګومارنو په سیستم کې د پراخو اصلاحاتو ترسره کېدو له امله د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په ګومارنه کې پام وړ چټکتیا، کیفیت او روڼتیا رامنځته شوې ده.
جمهورريیس غني څرګنده کړه: د فساد پر وړاندې مبارزه لنډمهاله کار نه دی او دا مبارزه یوازې د حکومت له لوري نشي بریالۍ کېدای. په دې برخه کې د بریالیتوب لپاره د دولت، ښاري او کلیوالي مدني بنسټونو دوامداره او هدفمند کار او د خلکو پراخ ملاتړ ته اړتیا ده. پر دې سربېره، اړتیا ده چې د فساد پر وړاندې د مبارزې ملي ستراتیژۍ د تطبیق په راتلونکو مرحلو کې  د کابل محوریت پر ځای سیمه ییزو ادارو ته پام زیات شي. 
جمهورريیس ټینګار وکړ: هره ستراتیژي چې مرحله یي موخې ولري، د بیاکتنې او په بېلابېلو پړاوونو کې د نویو شاخصونو د تعین اړتیا لري او د فساد پر وړاندې د مبارزې ستراتیژۍ لپاره ١٠ نوي شاخصونه ټاکل شوي دي.
- د ۱۸ سلنه هغو ژمنو تطبیق چې تر اوسه نه دي عملي شوې؛
-  د بنسټونو د مسوولینو له لوري د اصلاحاتو د نويو مرحلو ستراتیژۍ پر عمده ارکانو ټینګار او له یو بل څخه جلا کول؛
- د ستراتیژۍ د تطبیق لپاره د واضح شاخصونو ټاکل چې په بین المللي تړونونوکې د افغانستان د موقف بدلېدو لامل وګرځي؛
-  په هر دولتي بنسټ کې دې په کلیدي دندو بیاکتنه وشي، ترڅو د وظیفوي تداخل مخنیوی وشي او د موثریت د انعکاس او خدمتونو وړاندې کولو لامل وګرځي؛
-  د مدیریتي ظرفیت په تحکیم په ځانګړي ډول په برنامو او پروژو دې پانګونه وشي او د معاشونو ګڼ سیستمونه دې له منځه یوړل شي، ترڅو یو واحد سیستم رامنځته شي؛
-  په بودجه جوړونه کې واضح اړتیا ده چې ملي لومړیتوبونه وټاکل شي، زموږ د بودجې جوړولو ډول دې تغییر وکړي؛
- زموږ د بریالیتوب ملي معیار خلکو ته د مؤثرو او شفافو خدمتونو وړاندې کول دي؛
-  ټکنالوژۍ او تخنیکي همکارۍ څخه په استفاده کې دې پاشلتیا له منځه یوړل شي؛
-  خصوصي سکتور د فساد قرباني دی او بدبختانه د فساد عامل هم دی. د خصوصي سکتور د استازو واضح غوښتنه دا ده چې د فساد مخنیوي او د فساد د عامل والي مخنیوي کې د خصوصي سکتور رول لوبولو تړون باندې دې کار وشي؛
-  پولیس باید د جرمونو د کشف، د قوانینو تطبیق او جرمي شبکو په ځانګړي ډول د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په یوې غښتلې حلقې بدل شي؛
-  او بین المللي شریکانو سره دوامداره مشارکت.
په دغه کنفرانس کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د امریکا سفیر جان بس او د انګلستان سفیرې مېرمن الیسون بلک هم خبرې وکړې.# پاى/ ذ

 

Last modified on Monday, 16 December 2019 04:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.