20 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق د خپل مشرتابه کمېټې کلنۍ ناسته وکړه

د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق د خپل مشرتابه کمېټې کلنۍ ناسته وکړه

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر د افغانستان زېربنایي وجهي صندوق...

د فراه په څو کليوکې د سيند غاړې ټينګې شوې

د فراه په څو کليوکې د سيند غاړې ټينګې شوې

کابل / دمرغومي ٢٩مه / باختر د فراه سيند د ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د امريکا د متحدو ايالاتو د سفارت له شارژدافيرې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/دمرغومي۲۴مه/باختر
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان پرون په کابل کې د امريکا د سفارت له شارژدافيرې مېرمن کرن ديکر سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس خبر ورکړ: د کتنې په پيل کې  مېرمن ديکر د امريکا د متحدو ايالاتو د دولت او خلکو د ډاډګيرنې پيغام د ديارلسو  افغانانو د وژل کېدو په نسبت چې په تهران کې د752PS الوتکې د راغورځېدو په وروستي ناتارکې وژل شوي دي؛ د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته څرګند کړ.
دواړو لورو دغه راز په سولې پورې د اړوندو موضوعګانو، د جمهوري رياست انتخاباتو او په سيمه کې د وروستيو بدلونونو په اړوند خبرې اترې وکړې.
ختم-عطاالله - اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.