08 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پنجشير کې  د کاسا ١٠٠٠د برېښنا د پروژې کار پيلېږي.

په پنجشير کې د کاسا ١٠٠٠د برېښنا د پروژې کار پيلېږي.

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: ټاکل شوې ده په نږدې...

دغوري سمنټو په فابريکه کې  د سمنټي بلوکو توليدات پيل شول

دغوري سمنټو په فابريکه کې د سمنټي بلوکو توليدات پيل شول

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: د بغلان د پلخمري د غوري...

 خوست دافغانستان کرکټ د سراسري سياليو د کوربه توب په درشل کې

خوست دافغانستان کرکټ د سراسري سياليو د کوربه توب په درشل کې

-کابل /دزمري ١٨مه / باختر: خوست ولايت به په نږدې راتلوتکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بېړنیو مرستو بېړنۍ اړتیا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د مرغومي ۲۴ مه / باختر
د افغانستان له ګڼو سیمو د واورو او بارانونونو رپوټونه رارسېږي. افغانان اورښتونو ته د زړه له تله خوښ دي او دا د لوی خدای (ج) پېرزوینه ګڼي. خلک هیله لري چې واورې او بارانونه به د وچکالۍ په کمولو او د اوبو په ډېرولو کې یو څه مرسته وکړي او له دې سره به کرنه، مالداري  او بڼوالي هم ښه شي. خو له دغو هیلو سره جوخت، په ځینو سیمو کې واورو او بارانونو د سر او مال زیان اړولی دی. د مرګ ژوبلې رپوټونه هم خپاره شوي دي چې ګڼې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د باختر آژانس مفسر دې اړتیا ته کتنه کړې ده او لیکي:
له بده مرغه زموږ د هېواد شرایط داسې دي چې خلک مو نه د ګرمۍ زور لري او نه د یخنۍ، نه د وچکالۍ او نه هم د واورو او بارانونو او دا ځکه چې مطلق اکثریت له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دی، اقتصادي او ټولنیز بنسټونه مو ډېر کمزوري دي، سیستمونه سم کار نه کوي، لارې مو سختې او ستغې دي. خو د دغه راز ناخوالو او نیمګړتیاوو شتون د  دې دلیل کېدای نه شي چې اړوندې حکومتي ادارې، مرستندویان او نور دې لاس تر زنې لاندې کېني او زیانمنو شویو خلکو او یا هم هغو خلکو ته چې تر ګواښ او خطر لاندې دي، په خپل وخت مرستې و نه رسوي.
د دغو ادارو او همدارنګه مرستندویانو اصلي مسوولیت او مکلفیت خلکو ته په دغه راز سختو او کړکېچنو حالاتو کې د مرستو رسول دي. د دې لپاره بودجه ځانګړې کېږي او امکانات ورته برابرېږي. ستونزه دا ده چې دلته هرڅوک د یوې غمیزې له رامنځ ته کېدو وروسته له خوبه راپورته کېږي او ها خوا دې خوا منډې پیلوي. دلته تر هغو چې د بېوزلیو او یا بې ځایه شویو له پنډغالي د یو چا د مړینې خبر نه وی خپور شوی، څوک ورته پاملرنه، نه کوي. دلته وقایې ته ښه او پوره ارزښت نه ورکول کېږي. مسوولین ښه ګوري چې په دغه یا هغه ځای کې کورنۍ د سړې هوا له ګواښ سره مخ دي، په دغه یا هغه ځای کې د سېلاو د راوتلو احتمال شته او کېدای شي کورونو ته ورواوړي، خو تر هغو چې دغو سېلاوونو او یا هم واورو د سر او مال زیانونه نه وي اړولي، دوی مخکې له وخته کوم نوښت نه وړاندې کوي.
دغه راز چلند د منلو او زغملو وړ نه دی. دا له ناغېړۍ پرته نورڅه نه دي. باید اړوند مسوولین په دې اړه فکر وکړي او دغه راز بې پروا چلند ته پای ورکړي. اړوندې ادارې دې د هر کال په پيل کې د افغانستان هر ولایت، هره ولسوالي او هر کلی په هراړخیزه توګه وڅېړي، زیانمنونکي سیمې دې په ګوته کړي او مخکې له دې چې هلته کومه ناوړه پېښه رامنځ ته شي، باید دوی اړین تدابیر عملي کړي او د پېښې مخنیوي وکړي. که موږ د واورې او بارانونو له امله په تېرو کلونو کې ټولو رامنځ ته شویو پېښو ته کتنه وکړو، نو ګورو چې همغه یو ډول پېښې هر کال په همغو پخوانیو ځایونو کې تکرارېږي.
که یو کال په کوم ځای کې پېښه رامنځ ته شوه، نو باید مسوولین داسې څه وکړي چې بیا بل کال هلته دا پېښه رامنځ ته نه شي. اوس بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده او باید اړوندې ادارې د وخت له ضایع کولو پرته خلکو ته مرستې ورسوي.
پاى/ن.ش

Last modified on Tuesday, 14 January 2020 12:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.