18 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درې طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر درې وسله وال طالبان نن سهار د...

څلور طالبان په دايکنډي کې ووژل شول

کابل/ دمرغومي٢٧مه/ باختر څلور وسله وال طالبان تېره شپه د دايکنډي...

په غورکې د پوليسو دوه سرتېري ټپيان شول

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر د غور – هرات لويې لارې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د قندهار له متنفذینو او مشرانو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د مرغومي ۲۴ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قندهار ولایت له یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په ارګ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په پیل کې محمود کرزي، شېرین آقا قریشي او د قندهار د ولایتي شورا ريیس سیدجان خاکرېزوال د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د قندهار د لوی ویالې د خلکو د څښاک اوبو د ستونزې د حل او نورو پروژو له امله له جمهورريیس څخه مننه وکړه.
یادو ویناوالو همدارنګه د پوهنې د برخې په ځانګړي ډول د ښوونکو او کتابونو د کموالي، د عینو مېنې د قبالو او د تاجرانو ستونزې له جمهورريیس سره شریکې کړې او په هرات کې د درول شویو کانتینرونو د ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه.
جمهورريیس غني د قندهار مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل: په قندهارکې به انکشافي پروژې یوه په بلې پسې تطبیق شي او حکومت به د عینو مېنې د قبالو ستونزې وڅېړي او د قانون په رڼا کې به اقدام وکړي.
هغه زیاته کړه: مالیې او ټرانسپورټ وزارتونه دې په هرات کې د درول شویو کانتینرونو ستونزې د حل په موخه خپل وړاندیزونه له جمهوري ریاست سره شریک کړي.
جمهورريیس څرګنده کړه: د لوی قندهار په ګډون د ټول هېواد په کچه پوهنې ته اساسي پاملرنه کېږي او په دې برخه کې شته ستونزې به حل شي.
هغه زیاته کړه: سپین بولدک به د پانګونې په پایله کې په وچ بندر او انکشافي ساحه بدل شي.
د هېواد جمهورريیس وویل: د مهم لومړیتوب په توګه د اوبو پر مدیریت باندې تمرکز او پانګونه کېږي. د کجکي بند لوړولو سره به یو میلیارد مترمکعب نورې اوبه هم زېرمه شي او ترڅنګ به یې له تخنیکې مطالعاتو وروسته په موسی کلا کې یو بل بند هم جوړ شي.
پاى/ذ

Last modified on Tuesday, 14 January 2020 12:09

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.