03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون ٩ زره ٨٦٦ انتخاباتي شکايتونه رد کړل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د مرغومي ٢٤مه/ باختر    
انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون رييسې زهرې بيان شينوارې نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې د انتخاباتي شکايتونو د څېړنې په بهيرکې ٩ زره ٨٦٦  شکايتونه د کافي دليليونو او مدارکو د نشتوالي په علت رد شوي دي.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګې کمېسيون رييسې په دې غونډه کې يادونه وکړه چې د  قانوني مهلت د درېيو ورځو په بهيرکې د دغه بنسټ مرکزي او ولايتي دفترونو ١٦ زره ٥٤٥ شکايتونه ترلاسه کړي وو او د ١٥ ورځو په ترڅ کې يې وڅېړل چې په پايله کې يې کابو ١٠ زره رد شول.
انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون د کليزې پربنسټ ټاکل شوې وه پرون انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون ټولو مرکزي او ولايتي دفترونو خپلې پريکړې ابلاغ کړى واى، خو دغه بهير به تر يوې يا دوو ورځو پورې خپرې شي.
انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون وياند محمد قاسم الياسي په دې خبري غونډه کې ټينګار وکړ: ټاکل شوې وه ددغه بنسټ ولايتي دفترونه خپلې پرېکړې د انتخاباتو د خپلواک کميسيون ولايتي دفترونو ته ولېږي؛ خو د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له موږ څخه وغوښتل چې ټولې پرېکړې يوځاى له دغه کمېسيون سره شريک کړو چې دا  کار د دې سبب شوى دى چې د دغه کمېسيون ځينې ولايتې دفترونو پرون خپلې پرېکړې  مرکزي دفتر ته ولېږلې چې دغه پرېکړې تر چهارشنبه او پنجشنبه پورې د انتخاباتو له خپلواک کمېسيون سره شريک کېږي.
الياسي دغه راز زياته کړه چې د انتخاباتي شکايتونو د څېړنې په بهيرکې يوشمېرکسان نغدي جريمه شول او د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون يوشمېر کارکوونکي په انتخاباتي تقلبونوکې د رول د لرلو په علت ښايي له خپلو کارونو څخه ګوښه شي، خو الياسي ټينګار وکړ چې د دغو کسانو برخليک به د استيناف غوښتنې له دورې څخه وروسته روښانه شي، خو دا له وخت څخه مخکې دى چې د دغو کسانو نوملړ خپور شي.
انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون مسوولينو ويلي دي چې د دغه بنسټ څېړنې ښيي چې تراوسه په څه دپاسه ٢٠ ولايتونوکې د راې ورکولو ٢ زره ٩٢٨ محلونه بيا شمېرنې ته اړتيا لري.
د الياسي د څرګندونو له مخې، ننګرهار له ١٥٨٠ محلونو، کونړ له ٢٤٨ محلونو، پکتيا  له ٣٨٦ محلونو، نيمروز له ١٧٧ محلونو او هلمند  له څه دپاسه ١٥٠محلونو سره  ډېر زيات محلونه لري چې په هغوکې رايې بيا شمېرنې ته اړتيا لري.
د انتخاباتو له کليزې سره سم، د انتخاباتي شکايتونو له لوري له ابلاغ شويو پرېکړو وروسته شاکي کسان او انتخاباتي ټکټونه درې ورځې مهلت لري چې د دغه کمېسيون د پرېکړو په اړوند د دغه بنسټ له مرکزي او ولايتي دفترونو څخه د استيناف غوښتنه وکړي.
د جمهوري رياست انتخابات د روان کال د تلې په ٦مه ترسره شول او د انتخاباتو  خپلواک کمېسيون د انتخاباتو لومړنۍ پايلې له درېيو مياشتو وروسته اعلام کړې چې له مخې يې محمد اشرف غني د جمهوري رياست انتخاباتو په ١٣ کانديدانوکې د دغو سياليو مخکښ اعلام شوى دى او په لومړي مقام کې دى.
پاى \ ف \ ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.