27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت  له ټاکلي هدف   څخه   ٤٣ سلنه  زيات عايد راټول کړى دى

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت له ټاکلي هدف څخه ٤٣ سلنه زيات عايد راټول کړى دى

کابل/ دکب٧مه / باختر : دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت سرپرست ...

څه ډول کولاى شو دکرونا ويروس د خپريدو مخه ونيسو؟

کابل/ دکب٧مه / باختر د عامې روغتيا وزارت د ساري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په زابل ولایت کې د برېښنا شرکت د یو شمېر قراردادي کارکوونکو د شهادت په اړه مطبوعاتي اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دمرغومي  ٢٧مه /باختر
په ډېرې خواشینۍ سره چې پرون د کلات-کندهار پر لویه لار د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ په سوخته پل سیمه کې د افغانستان برېښنا شرکت د  کارکوونکو پر موټر د افغانستان د دښمنانو له لوري د سړک د غاړې ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د دغه شرکت پنځه تنه قراردادیان شهیدان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغې پېښې د سخت غندلو پرمهال وویل، د ملکي وګړو، عامه تاسیساتو، د ټولنیزو خدماتو برابرونکو او ملکي کارکوونکو په نښه کول او پر هغوی تروریستي بریدونه د اسلام ضد ستر بشري جنایت دی.
د هېواد جمهوررئیس د دغه تروریستي برید د  قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت دعا کوي.# پاى-ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.