27 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني: زموږ ادارې باید ګټورې، اغيزمنې او د خلکو د باور وړ واوسي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دمرغومي  ٢٧مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په دوام پرون  د  لومړۍ، دویمې، اتمې، نهمې او شپاړسمې ناحیې له اوسېدونکو سره، وکتل.
دجمهور رييس  دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه چې په سلام خانې ماڼۍ کې وشوه، په پیل کې سیدحسین پرویزي د لومړۍ، مولوي خال محمد نېکزاد د دویمې، شبنم محمودي د لومړۍ، دویمې، اتمې، نهمې او شپاړسمې ناحیې د ښځو په استازیتوب، الحاج سیدرحمان د اتمې، احسان الله هوتک د نهمې او محمدعیسی شفاهي د شپاړسمې ناحیی په استازیتوب په بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
یادو ویناوالو په پورته ذکر شویو ناحیو کې د امنیتي، روغتیا، ځوانانو ته د کارموندنې، دسړکونو د پخولو، د برېښنا د عادلانه وېش، د څښاک د پاکو اوبو او ښاري ترانسپورټ ستونزو د حل، د شپې د ګرځبندیز وضع کولو، د ښوونځيو د نجونو د ځورولو د مخنیوي، د تفریحي پارکونو او ورزشي سیمو د ایجاد او چاپېریال ساتنې ته د پاملرنې غوښتونکي شول.
یادو استازو د پولیسو له غیر مسلکي چلند څخه شکایت وکړ او وې ویل، د پولیسو نه پاملرنه دجنایي جرمونو د زیاتوالي لامل شوي، نشه یي توکي پلورل کېږي او غلاوې زیاتې شوي دي.
جمهوررئیس د یادو ویناوالو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، په جمهوري نظام کې، جمهوررئیس د ملت خادم دی او تاسې هر یو د درناوى وړ یاست.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس له دوی څخه له دې امله چې خپلې نظريې، وړاندیزونه او ستونزې یې له سانسور پرته په ازادانه ډول طرحه  کړل مننه وکړه او زیاته یې کړه، په راتلونکو څو اوونیو کې به د کابل ښاریانو د څلور زره کسانو ستره غونډه جوړه کړو او د ستاسې او کابل ښاریانو د وړاندیزونو او ستونزو د حل د تطبیق په برخه کې به خپل اقدامات تاسې ته واورو.
جمهوررئیس وویل، زموږ خلک اړتیا لري چې د ادارو اصلاحات مشاهده کړي او هره میاشت باید زموږ ادارې د تېر په پرتله ګټورې، اغيزمنې او د خلکو د باور وړ وګرځي.
جمهوررئیس غني د دې په بیانولو چې د کابل امنيتي پلان  تر لاس لاندې دی، امنیتي اړخونه به حوزه په حوزه او ناحیه په ناحیه او په کلي ډول د پام وړ وګرځي.
جمهوررئیس د کابل امنیه قومندان ته چې په دې کتنه کې یې حضور درلود په ټینګار وویل، د ښوونځیو په شاوخوا او نورو عامه ځایونو کې د ښځو او نجونو ځورونه د زغم وړ نه ده او په دې برخه کې باید جدي اقدامات وشي. 
د هیواد جمهوررئیس کابل ښاروال او کابل والي ته لارښوونه وکړه چې ډيرژر دې د عامه ملکیت د غاصبینو لیست خپور کړي او هر څوک چې ددغه تصمیم مانع ګرځي، ممنوع الخروج او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د هیواد جمهوررئیس د برېښنا کمښت ستونزې ته په اشارې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس ته لارښوونه وکړه چې ددغې ستونزې د حل په خاطر ډیر ژر د کابل د برېښنا شبکو د اصلاح په موخه واضح پلان وړاندې کړي.
جمهوررئیس غني د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ښوونځیو د کمښت ستونزې پر حل ټینګار وکړ او وې ویل، اساسي قانون د ښځو حقونه تضمین کړي او زه د ښځو د حقونو جدي ملاتړی یم.
جمهوررئیس د جمهوري ریاست سلاکارانو ته لارښوونه وکړه چې د کابل ولایت  له ښځو سره د لویې غونډې ترتیبات ونیسي چې د دوی د ستونزو، غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته ورته مناسبې حل لارې ولټول شي.#پاى- ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.