26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

عبدالسلام رحیمي: د افغانستان خلک اوربند غواړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل /دمرغومي  ٢٧مه /باختر
د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستېتیوت (AISS) د تازه څېړنې د پایلود اعلامولو په ناسته کې ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک یوازې دتاوتریخوالی کمېدل نه غواړي، بلکې اوربند غواړي.
ښاغلي رحیمي وویل چې د اوسني نظام پایښت او پاتې کېدل د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده.
ده د سولې د خبرو په اړه وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت خبرې کوونکې ډله چمتو ده.
همدارنګه ښاغلي رحیمي د ملي اجماع د رامنځته کېدو او پیاوړتیا په برخه کې د وزارت فعالیت ته په اشارې سره وویل چې دا وزارت د ولایتونو او ولسوالیو په کچه کار کوي. ده زیاته کړه چې وزارت د سولې په اړه د ملي خبرو د پیلولو هڅه کوي، تر څو د نظريو د اخیستو لپاره د خلکو له بېلابېلو پاړکو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره دایمي اړیکه ټینګه شي. ښاغلي رحیمي د سولې په بهیر کې د ښځو پر مهم رول ټينګار وکړ.
ده د پاکستان د رول اهمیت یاد کړ او ویې ویل چې دولت په قطر کې د خبرو اترو پر جریان خبر دی او هلته کوم ځانګړی پرمختګ نه لیدل کېږي.
د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستېتیوت (AISS) نوې څېړنه «د جګړې د سیاسي حل او له طالبانو سره تر پخلاینې وروسته د سیاسي نظم په اړه د افغانستان د خلکو نظرونه) په نامه وه چې پرون د ۱۳۹۸ کال د مرغومې په ۲۶مه وړاندې شوه.
پاى-ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.