23 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني: د خلکو جمعي قضاوت بېساری، تشخیص یې پرځای او زما لارنقشه ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دمرغومي ٢٧مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د ملي بحث په څلورمه ناسته کې نن له غرمې مخکې د شپږمې، اوومې او دیارلسمې ناحیو د اوسېدونکو نظریات، ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په سلامخانې ماڼۍ کې له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په نننۍ غونډه کې محمدامین غیرت د پوهنې او ځوانانو، مولوي عبدالرحمن د علمای کرامو، سیماګل جمالي د ښځو، انجنیر خوشحال یاري د ګذر وکیلانو، محمدعارف حیدري د اصنافو او قومي مشرانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهوررئیس غني څخه له دې امله چې د ارګ دروازه یې د خلکو پرمخ پرانیستې او د ولسونو ستونزې مخ له دوی څخه اوري، مننه وکړه. 
یادو ویناوالو، د ښاري ټرانسپورټ، فرعي سړکونو او کوڅو د پخولو، د څښاک اوبو، نا امنۍ، روغتیا، د کثافاتو ټولولو، د ځمکو د غصب د مخنیوي، د زده کړو د کیفیت، د برېښنا، ژوند چاپېریال، د ښځو د ستونزو او حقونو، د شنې ساحې او پارکونو د نشتوالي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د سون توکو د بیو د لوړوالي، د شاه توت بند جوړولو، د نشه یي توکو د مخنیوي، د سړکونو او کوڅو د موانعود لرې کولو، د جرایمو د مخنیوي او د جوماتونو د رسمي کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
جمهورريیس غني د دغو ویناوالو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: د نورو ستونزو د حل ترڅنګ به د کابل په امنیت کې سراسري بدلون او ملي پولیسو کې اساسي اصلاحات راشي. له ملي پولیسو څخه د خلکو وېره باید پر باور بدله او کابل مصئون شي، ځکه له دې پرته دا بشري او طبیعي پانګه ضایع کېږي.
جمهورريیس د خلکو جمعي قضاوت بېساری او تشخیص یې پرځای وباله او ويې ویل: ستاسو تشخیص زما لارنقشه ده، ستاسو وړاندیزونه او نظریات په پلان او برنامو بدلېږي، ستاسو له همکارۍ پرته د کابل د نا امنۍ او نورې ستونزې نه حلېږي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د کابل د مسوولینو اقدامات کافي نه دي، دوی باید په راتلونکو شپږو میاشتو کې شته ستونزې حل او د خلکو رضایت ترلاسه کړي.
جمهورريیس په پلاني ساحو د غیرپلاني ساحو بدلولو، مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د استملاک برخه کې د ولسونو ملاتړ مهم وباله او ويې ویل: په دغو برخو کې د نظم او سیستم په رامنځته کولو سره به د کابل ښار عایدات لس برابره زیات شي.
جمهورريیس غني وویل: له لمریزې برېښنا څخه د ګټه اخیستنې زمینه باید برابره شي او د افغانستان برېښنا شرکت ريیس ته یې لارښوونه وکړه چې په درېيو اوونیو کې د برېښنا برخه کې شته، په ځانګړي ډول د بیلونو ستونزه په اساسي توګه حل او مدیریت کړي.
هغه زیاته کړه: د موبایل د لګښت په څېر باید هرڅوک د برېښنا په خپل لګښت پوه شي. د برېښنا په برخه کې دولتي مقاماتو ته پر نورو خلکو ترجیح ورکول د منلو نه ده.
هغه زیاته کړه: د ښځو ستونزې فرهنګي او پېچلي اړخونه لري، د تشخیص او حل لپاره به یې له ښځو سره ځانګړې غونډه وشي.
محمد اشرف غني د کابل ښار د پوهنې ريیس ته لارښوونه وکړه چې که په څلورو اوونیو کې د ښوونځیو په ځانګړي ډول د ښځینه زده کوونکو د ځورونې د مخنیوي لپاره منظم پلان برابر نه کړي، نو ریاست به یې لغو شي.
هغه زیاته کړه: د نشه یي توکو پلورونکي هم د تروریستانو په څېر د خلکو وژونکي دي او پر وړاندې به یې جدي اقدامات وشي.
جمهورريیس د کابل والي، ښاروال او امنیه قومندان ته له واټونو او کوڅو څخه د موانعو د لرې کېدو لارښوونه وکړه.
هغه زیاته کړه: کابل سیند مدیریت کېږي. شېر دروزاه په ملي پارک بدلېږي او د کابل شنه ساحه کې اساسي بدلون راځي.
جمهورريیس د غاصبانو د نوملړ خپرولو،  ممنوع الخروج اعلانولو او څارنوالۍ ته په معرفي کولوکې د ولسونو ملاتړ او همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه: په راتلونکو شپږو میاشتوکې باید کابل ښاریان په خپلو سیمو او ناحیوکې لږ تر لږ شپږ مهم پرمختګونه لمس کړي.#
پاى/ ذ

 

Last modified on Sunday, 19 January 2020 04:48

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.