25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په بغلان کې دکرونا احتمالي  اخته کسانو ته  درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

په بغلان کې دکرونا احتمالي اخته کسانو ته درسېدګۍ ځانګړى مرکز جوړ شو

کابل /دکب ٥مه / باختر دبغلان دعامې روغتيا رياست چارواکي...

 په هرات کې دپوليو واکسين  دکمپاين  ددويمې دورې پيل

په هرات کې دپوليو واکسين دکمپاين ددويمې دورې پيل

کابل /دکب ٥مه / باختر : دماشومانو دفلج ناروغي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د استيناف غوښتنې شکايتونو ته د رسېدګۍ بهير پيلېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د مرغومي ٢٨ مه/ باختر
انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون وياند وايي چې نن په ټولو ولايتونوکې د استيناف غوښتنې شکايتونو د ثبت بهير بشپړېږي.
انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون وياند محمد قاسم الياسي باختر آژانس ته وويل: تر اوسه دغه بهير په څه دپاسه ٢٠ ولايتونوکې بشپړ شوى او ټاکل شوې ده         د نن ورځې تر پايه پورې د استيناف غوښتنې شکايتونو د ثبت بهير بشپړ شي. 
الياسي زياته کړه: سبا استيناف غوښتنې ته د رسېدګۍ بهير پيلېږي او کمېسيون تر١٥ ورځو پورې وخت لري چې د استيناف غوښتني شکايتونو ته رسېدګي وکړي او خپلې وروستۍ پرېکره ټوليزه کړي.
هغه زياته کړه: په تېرو دوو ورځوکې د انتخاباتي ټکټونو استيناف غوښتنې د شکايتونو د ثبت بهير، انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون د ولايتي دفترونو د پرېکړو په وړاندې څه دپاسه ٢٢٠٠ شکايتونه ثبت شوي دي.
د الياسي د څرګندونو له مخې: د دغو شکايتونو له جملي څخه ٥٠٠ شکايتونه د راى ورکولو د محلونو د بيا شمېرني په اړه دي او ښايي دغه شمېر زيات شي.
انتخاباتي شکايتونو ته د رسېدګۍ کمېسيون د مسوولينو د څرګندونو له مخې، په لومړي        پړاو کې څه د پاسه ١٦زره ٥٠٠ انتخاباتي شکايتونو په دې بنسټ کې ثبت شوي وو چې په تېره اوونۍ کې د دغه کمېسيون په ټولو مرکزي او ولايتي دفترونوکې د هغو څېړنه بشپړه شوې ده او اوس کمېسيون د استيناف غوښتنې دغو شکايتونو ته د رسېدګۍ لپاره چې انتخاباتي  ټکټونو ثبت کړي دي، کار کوي.
پاى \ ذ

 

Last modified on Sunday, 19 January 2020 04:49

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.