19 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني: له آزاد بحث، د ستونزو له تعریف او تشخیص مه واره حل لارې نه سنجول کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل ښار د څلورمې، لسمې، یولسمې، پنځلسمې او اولسمې ناحیو د اوسېدونکو ستونزې او غوښتنې واورېدې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په سلامخانه ماڼۍ کې د ملي بحث په شپږمه ناسته کې حاجي فدامحمد عادل د ګذر وکیلانو، محمدنوراني د عالمانو، دیانا حبیب د ښځو، انجنیر محمدعظیم عثماني د معارف او ځوانانو او حاجي زلمي لطیفي د اصنافو او قومي مشرانو په استازیتوب د خبرو پرمهال له جمهورريیس غني څخه د سلما بند جوړولو په ګډون د نورو اساسي کارونو له امله مننه وکړه.
ویناوالو د سړکونو، نا امنۍ، برېښنا، د څښاک اوبو، جوماتونو او عالمانو ته د پاملرنې، د دوامداره ګزمو، غصب، معتادینو، د نشه یي توکو، ښاري ټرانسپورټ، د شفافیت او ټولنیز عدالت د تامین، د شرعي حدودو او جزایي قوانینو د تطبیق، اختطاف، غلاوو، وژنو، د کانالیزاسیون، تحصیلي بورسونو، روغتیا، د معارف د ملاتړ، د لارو د بندښت، د سون توکو د بیو د لوړوالي، له پولیسو سره د همکارو خلکو د هویت د افشا کولو او نورې ستونزې او وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل. 
هغوی د ښوونکو په استخدام کې شفافیت ته په پام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو پر کړنو د خوښي ښودلو ترڅنګ د پروسې چټکتیا وغوښته. همدارنګه یې ښځو ته د ځانګړې پاملرنې او د جمهوریت واټ د پرانیستې له امله د جمهورريیس قدرداني وکړه. پر سوله او یووالي د ټینګار ترڅنګ یې د کابل ښاروال، امنیه قومندان او د پوهنې د ريیس هلې ځلې وستایلې او د لا دوام هیله یې وکړه.
جمهورريیس غني له یادو ویناوالو څخه په مننې وویل:  ستاسو له آزاد بحث څخه مننه، له آزاد بحث، د ستونزو له تعریف او تشخیص مه واره، حل لارې نه سنجول کېږي او په همدې خاطر مې له کابل ښاریانو سره د ملي بحث دغه لړۍ پیل کړه چې ولسوالیو ته به هم وغځېږي.
جمهورريیس څرګنده کړه: نظام له خلکو تشکیل شوی، که خلک ناراض وي، نظام خپل مشروعیت او موثریت له لاسه ورکوي. باید د ستونزو د حل ټینګه اراده ولرو. هغه زیاته کړه: د لویې جرګې تالارکې د کابل ښاریانو جوړېدونکې لویه غونډه کې به د کابل په اړه خپل پلان شریک کړي.
د هېواد جمهوررييس وویل: کابل ښاریان د کابل له امنیت څخه خوښ نه دي، پولیسو د کابل ښاریانو باور له لاسه ورکړی دی او په دې برخه کې اساسي اصلاحاتو او اقداماتو ته اړتیا ده.
هغه زیاته کړه: د کابل ښار واضح امنیتي پلان باید له کابل ښاریانو سره شریک شي.
جمهورريیس د کابل والي له لوري د غاصبانو د نوملړ اعلانولو ته په اشارې وویل: د غصب او غاصبینو پر وړاندې باید سخت اقدامات وشي. د نوملړ له اعلان وروسته باید غاصبان په دوه اوونیو کې غصب شوي ملکیتونه تخلیه کړي، که نه علني به محاکمه شي.
جمهورريیس غني د ښځو د ستونزو د حل په موخه د کابل ښځو د شبکې جوړولو ترڅنګ د کابل ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د موټرو لومړني سېټونه دې ښځو ته ځانګړي شي او ټرانسپوټران باید ښځو ته درناوی ولري.
هغه د ښوونځیو ستونزو ته په اشارې وویل: اساسي ستونزه دا ده چې پوهنې وزارت د زده کوونکي او ښوونکي په خدمت کې نه و. ښوونځی باید د ټول معارف د توجه محور وي. وزارت، ریاست او بنسټونه اجرایوي وسیلې دي. زموږ ماشوم پانګونې او د زده کړو سیستم بنسټيز اصلاح ته اړتیا لري.
محمد اشرف غني بېلابېلو مسوولینو ته په خطاب کې وویل: له تاسو څخه په اړوندو ادارو کې د فساد د مخنیوي واضح پروګرام غواړم او د لویې جرګې په تالار کې د کابل ښاریانو جوړېدونکې غونډه کې باید هغوی ته د خپلو خدماتو په اړه مفصل معلومات ورکړئ. 
جمهورريیس د غونډې له ګډونوالو څخه په جرئت او وضاحت د ستونزو شریکولو غوښتنه وکړه او ويې ویل: کابل ښاریان دې منسجم شي او د ښار د مدیریت واضح شېوه دې رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه: که خدمات غواړئ، د کابل عایدات باید په مشروع ډول زیات شي او دا کیلي ستاسو په لاس کې ده، کابل باید په مصئون او ویاړمن ښار بدل شي.#
پاى/ ذ

 

Last modified on Tuesday, 21 January 2020 04:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.