25 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مشرانو جرګې فوق العاده غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دمرغومې۳۰مه / باختر
د مشرانوجرګې نننۍ فوق العاده غونډه کې چې په دوو برخو کې د جرګې د ريیس فضل هادي مسلم یار او لومړي نایب محمد علم ایزدیار په مشرۍ جوړه شوه، د مجلس د یو کلن کړنو رپوټ واورېدل شو.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي شورا د مشرانوجرګې د تقنیني اوولسمې دورې د لومړي کال د فعالیتونو لنډیز په فوق العاده غونډه کې لاندې شرحې سره د مجلس د منشیانو مولوي عبدالله قرلق او ډاکټر فیصل سمیع له خوا وړاندې شو چې د روان کال په لړ کې ۶۳ عمومي ناستې، ۶۹۹ د کمېسیونونو غونډې، ۲۷ د ریسانو دکمېټې غونډې جوړې شوي او ۲۲ عنوانه قوانین او ۲۰ عنوانه معاهدې، نړیوال میثاقونه، پروتوکولونه او هوکړه لیکونه تصویب او تائید شوي اوهم دې موده کې د وزیرانو په ګډون ۶۳۱ ځلې حکومتي چارواکي ناستو ته استجواب او سلګونه مورده عریضو او شکایتونو ته رسیدګي شوي او د بېلا بېلو مواردو اړوند ۳۶ پيغامونه او  اعلامیې صادرې شوي او یولس ځلې د جرګې پلاویو د کابل ښار ادارو او ولایتونو څخه څارنه کړې ده.
دغه راز د نننۍ غونډې پای سره سناتورانو موقع ترلاسه کړه چې د هېواد د اساسي قانون سره سم د خپلو ژمنیو تعطیلاتو څخه ګټه واخلي او دې موده کې خپلو موکلینو سره لیدنې وکړي او د دوی ستونزې او وړاندیزونه راټول او په راتلونکې اجلاس کې یې مجلس سره شریک کړي.
د مشرانوجرګې رئیس فضل هادي مسلم یار له امنیتي چارواکو وغوښتل چې پلازمېنه او ولایتونو کې د سناتورانو او نورو هېوادوالو د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز آزادو بحثونو کې سناتورانو کابل ښار کې د پولیسو امنیتي اقداماتو څخه ملاتړ او د یادې مبارزې په دوام ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه تیره شپه ناپیژاندو کسانو د کابل ښار د اوومې ناحیې جنګلک سیمه کې د ترانسپورت وزارت د یوه کارکوونکې مېرمن، دوه زامن او یوه لور په ډېرې بی رحمۍ سره وژلي او له سیمې تښتیدلي او هم یو تن د کابل ښار پنځمه ناحیه کې خپل کې کور کې وژل شوی چې باید اړوند ارګانونه د دغه زړه بوږنوونکو جنایتونو د عاملینو په نیولو او د اندراګاندي صحت طفل روغتون د ماشومانو د جراحۍ متخصص ډاکټر غلام مصطفی زمري خوشې کولو کې چې د دوو میاشتو راهیسې تښتول شوی، جدي هڅې وکړي او هم یې له خلکو وغوښتل چې د جنایت کارانو پروړاندې د مبارزی برخه کې پولیسو سره همکاري وکړي.
سناتورانو یوځل بیا دامریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمښت پرسر احتمالي هوکړه د افغانستان د سولې بهیر کې یوه ناتعریف شوې موضوع ، بې ګټې او بې پایلې وبلله او ټینګار یې وکړ چې د حکومت مشران او سیاسیون دې خپل اختلافونه حل او په ګډه دې د سولې بهیر په اړه کار وکړي او ټول شموله پلاوی دې د سولې او اوربند خبرو اترو په موخه چې په ترکیب کې یې د پارلمان استازي هم شتون ولري، وګماري.
د بهرني سیاست ښه والي او اقتصادي برخو کې د حکومت لاسته راوړنو څخه یادونه، د هرې میاشتې په پای کې د برېښنا بل د اجرا لارښوونې په موخه د هېواد د جمهور رئیس څخه قدرداني ، کابل کې د سوالګرو راټولول او دې برخې ته د بنسټونو د پام په راړولو ټینګار، سناتورانو ته د ښه او غوره خدمتونو د ترسره کولو په موخه د مشرانوجرګې د دارالانشاء دلوی ریاست د هڅو څخه قدرداني، د برېښنا رسولو او سړکونو د اسفالت برخه کې د غور ولایت د اوسېدونکو غوښتنو ته په رسیدګۍ ټینګار، د تخار ولایت ځینو سیمو کې د دښمن  دځپلو غوښتنه ، د ترینکوټ- قندهار لارې بندښت او ورڅخه د رامنځته شویو ستونزو یادول، وروستیو میاشتو کې د دښمن د بې سارو موخه ګرځولو کې د امنیتي ځواکونو څخه ستاینه او ځینې نور مسایل هم مطرح شول.
د بحثونو په پای کې فضل هادي مسلم یار د کابل ښار اوومه ناحیه کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو وژنې په نسبت خپله ژوره خواخوږي یادې کورنۍ سره څرګنده او د کابل امنیتي ټیم په خاص ډول د کشفي او استخباراتي ادارو یې وغوښتل تر څو د کابل ښاریانو د امنیت د خوندیتوب له پاره خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي.
د مشرانو جرګې رئیس زیاته کړه په داسې حال کې چې د سولې هڅې روانې دي خو ترڅنګ یې بېلا بېلو جبهو کې جګړه روانه او هره ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا له پاره قرباني ورکوي چې دسنا مجلس د دوی له سرښندنو ستاینه او هم د وسله وال پوځ د منسوبینو دکورنیو څخه قدرداني کوي.
مسلم یار د سولې بهیر په اړه وویل د مجلس دریځ دې برخه کې روښانه دی او د سولې ملاتړ کوو خو دا چې ویل کیږي د تاوتریخوالي د کمښت له پاره اقدامات ترلاسه لاندې دي، کوم مفهوم نه روښانه کوي او ښه به وي ترڅو د اوربند په اړه چې د افغانستان د حکومت او خلکو غوښتنه ده هوکړه وشي او هم یې له حکومت او سیاسیونه وغوښتل ترڅو د سولې په اړه  خپلې نظریې واحدې او همغږې کړي.
پاى/ ذ

Last modified on Tuesday, 21 January 2020 04:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.