20 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د سلواغې٤مه/ باختر   
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون  د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود سره وکتل.
د جمهوررييس دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :  په دې  کتنه کې چې د سویس په داووس ښار کې وشوه، دواوړ لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د سولې په پروسه کې د علماو د رول د پیاوړتیا په برخه کې د هیوادونو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان د هڅو په اړه بحث او خبرې وکړې.
همداراز جمهورريیس غني او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو په ځانګړي ډول د سیمه ییزو تروریستي شبکو اړوند معلوماتو شریکولو او سیمه کې د شخړو راکمولو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې او فیصل بن فرحان آل سعود وویل، سعودي عربستان ته افغانستان ارزښت لري او موږ به افغانستان او افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.                                        پاى \  ذ


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.