28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پیام ريیس جمهور به مناسبت تجلیل از روز جهانی دسترسی به اطلاعات

کابل/ 7 میزان /باختر دولت جمهوری اسلامی افغانستان، دسترسی به اطلاعات...

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

کابل/ د تلې ۷مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

آلمان د سولې په تړاو د افغانستان حکومت د دریځ ملاتړ وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

- کابل / د سلواغې٤مه/ باختر   
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د اقتصاد نړیوالې مجمع ناستې په څنډه کې د المان دفاع وزیرې انه ګریټ کرامپ کارنباور سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په داووس ښار کې ترسره شوه،  دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي وضعیت،  دسولې  پروسې او سیمه ییزې اوضاع په اړه بحث او خبرې وکړې.
د آلمان د دفاع وزیرې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ ويې ویل،  د افغانستان او المان امنیتي ځواکونو ترمنځ نږدې او دوستانه اړیکه جوړه شوې ده.
همداراز نوموړې له ترورېزم سره پر دوامداره ګډې مبارزې د ټينګار ترڅنګ وویل، آلمان  د سولې پروسې په تړاو د افغانستان حکومت د دریځ ملاتړ کوي او باید د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.
جمهور ريیس غني له افغانستان سره د المان د مرستو مننه وکړه او خوښي یې وښوده چې  د افغانستان او آلمان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ښه اړیکه جوړه شوې، په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې پر اصلاحاتو یې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې موږ  د ځانګړوځواکونواو هوایي ځواکونو د تقویت لپاره د المان لا ډېرو مرستو ته اړتیا لرو.
هغه د دې ترڅنګ چې د افغانستان د ملي پولیسو لا زیات ملاتړ باید وشي د سولې په اړه وویل، سوله زموږ ټولو لپاره یوه اساسي موضوع ده او له بین المللي ټولنې سره د یوه منځمهالي او اوږدمهالي پلان په چوکاټ کې له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې          اجماع لرو.
جمهورريیس غني د پایداره سولې لپاره اوربند د یوې مهمې موضوع په توګه مطرح کړ        او ويې ویل، د اوربند لپاره د افغانانو غوښتنه باید ومنل شي.
د دې کتنې په پای کې جمهورريیس د سولې او بین الافغاني ډیالوک په ملاتړ کې د المان             د رول ستاینه وکړه.                                                                                             پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.