28 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پیام ريیس جمهور به مناسبت تجلیل از روز جهانی دسترسی به اطلاعات

کابل/ 7 میزان /باختر دولت جمهوری اسلامی افغانستان، دسترسی به اطلاعات...

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

د ملي امنیت سلاکار د اروپایي ټولنې له استازي سره تعارفي لیدنه وکړه

کابل/ د تلې ۷مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حکومت به د ښځو له شتون پرته په هېڅ ډول خبرو اترو کې ګډون ونه‌کړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د سلواغې٤مه/ باختر   
د جمهور رییس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي  د سولې په پالیسیو جوړولو کې د ښځو د واحد غږ د همغږۍ په ناسته کې وویل چې د ښځو شتون پر هر هغه مېز اړین دی چې هلته د سولې خبرې کېږي.
دسولې په چارو کې ددولت وزارت يو خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ .
د سولې په پالیسیو جوړولو کې د ښځو د واحد غږ د همغږۍ ناسته د سیاسي او ټولنیزو برخو او مدني ټولنې د دوه‌دېرشو فعالو ښځو په ګډون د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري جوړه شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر په دې ناسته کې وویل چې د حکومت استازي به د خبرو په هېڅ داسې مېزکې ګډون ونه‌ کړي چې ښځې پکې نه وي.                                         ده وویل چې که  ښځې د سولې په  بهیر کې نه وي ، هېواد به د دایمي ستونزو پر خوا روان شي.
ښاغلي رحیمي ټینګار وکړ چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به د ښځو ونډه اسانه کړي او دا  زمینه به  ورته برابره کړي چې خپل غږ په واحد ډول پورته کړي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د سولې په برخه کې د ښځو د دریځ ملاتړ کوي ؛ له همدې امله اړینه وه  چې یوه ډله جوړه شي تر څو د دولت د پالیسیو په جوړولو  کې برخه ولري او دا ډله د سولې لپاره د ګډ کار په موخه د فعالو ښځو او ادارو د راټولولو مسوولیت لري.
ده هر وګړي ته اړینه وبلله چې د تاوتریخوالي د کمولو او سولې ته د رسېدو لپاره دوامداره مبارزه وکړي او ویې وویل چې دا کار وخت نیسي او په کمه موده کې نه‌شي عملي کېدای.
ښاغلي رحیمي افغانې ښځې د نظام پیاوړې متحدانې او ملاتړې وبللې.                                ده له ښځو وغوښتل چې د سولې په پالیسیو جوړولو کې له حکومت سره ملتیا وکړي او د ښځو د حقوقو د داعیې د استازولۍ لپاره خپل غږ پورته کړي.                                       ده ژمنه وکړه حکومت او د سولې په چارو کې د دولت وزارت به دغه بهیر اسانه کړي.
د افغان ښځو د شبکې رئیسې ماری  اکرمي وویل چې ښځې  به نه یوازې د افغان ښځو په استازیتوب، بلکې د ټولو افغانانو په استازیتوب د سولې پر موضوع کار وکړي. دې د ښځو د خپلواکۍ پر ساتنه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د سولې لپاره د ښځو اجماع ته پر کار کولو سربېره باید د سیاسیونو د اجماع پر جوړېدو هم کار وشي.
د جمهور رییس سلاکارې ملالۍ شینوارې وویل : لکه څرنګه چې ښځو د نظام په مرسته خپل حقونه اخیستي، د نظام دفاع به هم وکړي.  دې د سولې په چارو کې د دولت له وزارته وغوښتل چې د ښځود ونډې اخیستو دهمغږۍ چارې د سولې په چارو کې د دولت په وزارت  کې د سکرتریت په جوړېدو سره  اداره شي.
د پوهنتون استادې زینب موحد وویل چې افغانې ښځې چمتو دي چې د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د سولې د دغه بهیر په مخته وړلو کې همکاري وکړي.
د افغان ښځو د شبکې غړې ثریا صبحرنګ هم د ښځو د راټولولو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت اقدام وستایه او ویې ویل چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي د کمولو طرحه نه‌ مني او د جګړه ‌لیدلو هېوادونو تجربه ښيي چې  د اوربند اعلانېدو ته اړتیا ده، تر څو د سولې لپاره بل ګام پورته شي.
دې وویل چې مدني ټولنه د دولت پیاوړې مټه ده او دغه بنسټونه په ځانګړي ډول د مدني ټولنې فعالې ښځې به له حکومت سره د اصلاحاتو په راوستلو کې همکاري وکړي  او د سولې په بهیر کې به د حکومت غږ لا پیاوړی کړي.
د افغانستان د سولې کور غړې نګینې یاري د سولې لپاره د واحد غږ  پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې پر سیاسي سوله باید له ټولنیزې سولې څخه جلا بحث وشي. دې وویل چې حکومت به پر سیاسي سوله کار وکړي؛ خو اړتیا ده چې مدني ټولنه له دولت سره په همغږۍ پر ټولنیزه سوله کار وکړي.
د زرغون کور ادارې رئیسې زهرا یګانې هم وویل چې پر ټولنیزه سوله کار مهم دی او په دې برخه کې یې د ښځو رول هم مثبت وباله.
د غزني ولایت مقام د علمي او فرهنګي چارو د  کمېټې  مرستیالې  نویدې  بیات د سولې په چارو کې د دولت له  وزارته وغوښتل چې د ښځو او تېره بیا د هغو ښځو  نظرونو  او وړاندیزونو ته ډېر پام وشي چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي؛ ځکه هغوی د جګړې له امله تر ښارمېشتو ښځو ډېرې زیانمنې شوې دي.
د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنریار هم وویل چې د سولې بهیر یو حساس بهیر دی او باید مرکزیت او مدیریت یې د افغانستان د حکومت په لاس کې وي.
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ  په دې ناسته کې وویل چې دسولې   د چارو مخته‌وړلولپاره واحدې پتې او موخې ته اړتیا ده او ښځې باید د ښځو او سولې اړوند مسایل په خپله رهبري کړي.
د سولې دعالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي  وویل چې د سولې په بهیرکې د ښځو داستازو  شتون د حکومت ثبات ساتي او زیاته یې کړه چې د سولې په بهیر کې باید د ښځو پر ځای بل څوک تصمیم ونه‌نیسي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر د ګډونوالو تر نظرونو او وړاندیزونو اورېدو  وروسته وویل چې حکومت نه ‌یوازې دا چې د خلکو د بېلابېلو پاړکو د غږونو د کنټرول او په واک کې راوستلو په لټه کې نه دی، بلکې د غږونو د پورته کېدو لپاره د هغوی ملاتړ کوي او بهیر ورته اسانوي. ده وویل چې د سولې په بهیر کې د ښځو د غږ واحدولو  لپاره  یوه جوړښت ته اړتیا ده، تر څو د سولې په  پرېکړو او پالیسیو  جوړولو کې  د افغان  ښځو ونډه اسانه شي.
  پاى \ ذ

 

Last modified on Friday, 24 January 2020 11:48

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.