24 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني له راس ویلسون او جنرال سکاټ مېلر سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٦ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالتونو سفارت له شارژدافیر راس ویلسون او د غوڅ ملاتړ ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، لومړی جنرال سکاټ مېلر تېره اوونۍ قطر ته د خپل سفر په اړه جمهورريیس غني ته معلومات ورکړل.
جنرال مېلر وویل: د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي او کله چې یې پرمختګ وکړ،  خلیلزاد به کابل ته سفر وکړي او خپل معلومات به د افغانستان له حکومت سره شریک کړي.
جمهورريیس غني د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو د هر اړخیزو هڅو ستاینه وکړه او په هېواد کې د جګړې پایته رسېدو لپاره یې پر سراسري اوربند ټینګار وکړ.#
پاى/ ذ


 

Last modified on Sunday, 26 January 2020 12:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.