23 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي ګټو پر محور د راټولېدو اړتیا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ۶ مه/ باختر
ټول دا مني چې افغانستان د خپل تاریخ له ډېر حساس او خورا پېچلي پړاوه تېرېږي. سولې ته رسېدل د اوسني پړاو د اجنډا په سر کې ځای لري. اوس سولې ته د رسېدو لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی. هم په ملي کچه او هم په سیمه ییزه او نړیواله کچه سولې ته د رسېدو لېوالتیا ډېره شوې ده. له دغه فرصته ګټه اخیستل تر ټولو وړاندې د افغانانو ملي مسوولیت دی. له بده مرغه د ملي اجماع په برخه کې ستونزې شته او د دغو ستونزو حل هر اړخیزو هڅو ته اړتیا لري او ټول باید په په دغو هڅو کې برخه واخلي. دا د ټولو مکلفیت او مسوولیت دی چې د ملي ګټو پرمحور راټول شي او سولې ته په رسېدو کې خپل تاریخي مسوولیت ترسره کړي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د دغې موضوع ارزښت څېړلی دی او لیکي:
که سولې ته د رسېدو لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع هرڅومره غښتلې او پياوړې وي، خو چې په کور دننه اجماع او ګډ دریځ نه وي، نو له اوسني ښه فرصته ګټه اخیستل کېدای نه شي. کورنۍ اجماع د سولې لپاره برخلیک ټاکونکی ارزښت لري. پياوړې کورنۍ اجماع د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړتیا او پراختیا کې مرسته کولای شي.
لکه په پيل کې چې وویل شول، د ملي اجماع په برخه کې ستونزې شته، دلته لا دریځونه سره نږدې کړای شوي نه دي، دلته لا هر لوری پر خپل دریځ کلک ولاړ دی او انعطاف ته تمایل نه ښکاره کوي. دلته هر لوری کوښښ کوي چې خپله خبره یو ځای ته ورسوي او پر نورو یې ومني. همدا علت دی چې کورنۍ اجماع ټکنۍ ده او کورني دریځونه ګډوډ او خواره واره دي.
لومړی ګام چې اخیستل یې اړین او ضروري دي، دا دی چې دغه خواره واره دریځونه سره راټول او نږدې کړای شي. دا موخه هغه مهال شونې ده چې ټول لوري پخوانۍ خوابدي او زړه بدي یوې خوا ته کېږدي او له یو بل سره خبرو ته د کېناستو لپاره انعطاف ښکاره کړي.
د دموکراسۍ یوه اساسي ځانګړنه او غوښتنه دا ده چې هېڅوک باید په زور او جبر خپله خبره پر نورو ونه مني، خپله اراده په زور پر نورو ونه تپي، بلکې د ملي ډیالوګ له لارې یوې پرېکړې ته د رسېدو هڅه وکړي. په دغه ډیالوګ کې ټول حق لري چې خپل نظر او دریځ څرګند کړي او بیا له هر راز زور او فشار پرته داسې یوه پرېکړه وشي چې د ملي ډیالوګ ټول او یا لږ تر لږه اکثریت یې په دې پرېکړه کې خپل نظریات وویني او باوري شي چې د دوی نظریات له پامه نه دي لوېدلي.
څرګنده ده چې نظریات باید د هېواد له لوړو ملي ګټو سره سمون ولري او اصلي موخه یې سولې ته رسېدل او د نظام پیاوړي کول وي، نه جګړې ته لمن وهل او د نظام کمزوري کول.
ټولو مطرحو شخصیتونو، سیاستوالو او راز راز ډلو او جوړښتونو ته مو وړاندیز دا دی چې دوی د ملي ګټو د محور پر شاوخوا سره راټول شي، خپلې شخصي ګټې او غوښتنې یوې خوا ته کېږدي او د سولې او نظام د پياوړتیا لپاره خپل چمتووالي په عمل کې ثابت کړي.
پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.