23 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت سلاکار د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې غونډه رهبري کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ دسلواغې۶مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د بلخ په مرکز مزارشریف کي د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د پنځو ولایتونو له ملکي او نظامي مقاماتو سره امنیتي ناسته وکړه.
باختر آژانس ته د ملي امنيت شورا دفتر د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کي‌ د بلخ، جوزجان، فاریاب، سمنګان او سرپل والیانو، امنیه قومندانانو، د ملي امنیت رئیسانو او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان د ملي‌امنیت سلاکار ته د یادو ولایتونو د امنیتي وضعیت،‌ وروستیو پرمختګونو،‌ ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات وړاندي کړل.
یادو مسوولینو وویل‌ چې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوى دى، همغږي ښه شوې او په نتیجه کې یې مخالفینو ته د سر درانه زیانونه اوښتي او جغرافیه ورڅخه تر لاسه شوې ده. هغوی وړاندیز وکړ چې د امنیت وضعیت د لا ښه والي لپاره باید د امنیتي ځواکونو د اکمال او تجهیز پروسه نوره هم غښتلې شي، د لویو لارو د خلاصون عملیات چټک شي او مخالفین نور هم وځپل شي.
هغوی همداراز وویل چې وسله وال مخالفین چي بهرني تروريستان هم شامل دي، تر ډېره پر هغو ساحو تمرکز کوي چې د دوی لپاره عواید لري او مهمه ده چې دا ساحې او فرصتونه ورڅخه واخيستل شي.
د ملي‌ امنیت سلاکار‌ ډاکټر حمدالله محب په دې غونډه کې د شمالي ولایتونو په امنیتي وضعیت کې راغلي تغیرات،‌ د مسولینو ژمنتيا،‌ مسلکي چلند او تجارب وستایل او ويې وویل‌ چې امنیتي او ملکي مسولین دې په ګډه د ولسي د غوښتنې مطابق د تروريستانو پر خلاف فعالیتونه ډېر کړي.
نوموړي زیاته کړه چې مخالفین په افغانستان کې د ولس ملاتړ او هویت نه لري او مهمه ده چې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دا ګروپونه نور هم وځپل شي او ولس یې له ظلم او شر څخه خلاص شي.
د ملي امنیت سلاکار وویل‌ چې د دښمن اصلي موخې په شمال کي د ټرانزیټي او سوداګریزو لارو نا امنه کول دي،‌ خو په وینا یې چي دا دښمن د ټول افغانستان ګډ دښمن دی او اړتیا ده چې په هره سیمه کې ورسره قوي مبارزه وشي.
هغه یادونه وکړه‌ چي مرکزي ادارې هم د شمالي‌ ولایتونو د امنیت او حکومتدارۍ برخې ښه والي ته ځانګړې پاملرنه وکړي چي په پايله کي به یې ډېر ژر د تشکیلاتو او تجهیزاتو په برخو کي لازم فعالیتونه وشي.
د ملي امنیت سلاکار د شمالي ولایتونو د پولیسو مسولینو ته لارښوونه وکړه چي د زورواکو او قانون ماتوونکو پر ضد موثر فعالیتونه وکړي او د ولس له غوښتني سره سم قانون تطبیق کړي.

Last modified on Monday, 27 January 2020 04:05

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.