26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست د چین هېواد په ووهان ښار کې افغان وګړو او محصلینو سره مرستې په مقصد، بېړنې تدبیرونو په اړه اضطراري ناسته ونېوله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست محمد هارون چخانسوري د چین هېواد په ووهان ښار کې افغان وګړو او محصلینو سره چې کرونا په ویروس اخته کېدو ګواښ سره مخ دي د مرستې په مقصد د بېړنې تدبیرونو په اړه اضطراري ناسته جوړه کړه.
دبهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
چخانسوري په دې ناسته کې اړوند څانګو ريیسانو ته په دې برخه کې معلومات وړاندې کړل او لارښوونه ېې وکړه څو بېجنګ کې استوګن افغان سفارت، عامې روغتیا وزارت، لوړو زده کړو وزارت او په کابل کې د چین سفارت  سره په  همغږی کې،  هر اړخیز تدابیر ونيول  شي. 
چخانسوري په ووهان ښار کې اضطراري حالت ته د اشارې په ترڅ کې، هواېي او د ځمکني ترانسپورټ له لارې د ۶۲ تنه محصلینو د رالېږدونې په تړاو، چې په یاد ښار کې بند پاتې دي، لازم هدایات صادر کړل. له دې کبله چې د ووهان ښار استوګن په قرنطین حالت کې ژوند تېروي، چخانسوري بیجنګ کې استوګن افغانستان سفیر ته لارښوونه وکړه څو د قرنطین حالت په پای ته رسیدو سره سم د ووهان ښار استوګن افغان محصلینو لېږدونې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي او تر څو چې قرنطین حالت دوام لري په لاس کې موجودو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي څو د هغو محصلینو اړتیاو ته، چې په ووهان ښار کې په قرنطین کې ژوند تېروي، بېړنی مرستې وشي.
پاى-ع

 

Last modified on Monday, 27 January 2020 12:08

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.