26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست د فرانسی او آلمان سفیرانو او د بریتانېې سفارت له شارژدافېر سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست محمد هارون چخانسوري، پرون سهار، په کابل کې استوګن د فرانسی سفیر دېوېډ مارتینون، د آلمان سفیر پیتر پروګل او د بریتانیا سفارت شارژدافېر ګیلس لیور سره وکتل.
دبهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پېل کې، د درې هېوادونو استازو، چخانسوري ته د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین او سرپرست په توګه د هغه د کار پېل په خاطر د مبارکی مراتب وړاندی کړل او نوموړی ته ېې  په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
نوموړو سفیرانو دګډ اقدام له ګڼ اړخیزی برنامی(برجام) څخه د ایران د سرغړونو په اړه یې خپله دیمارشې چخانسوري ته وړاندې کړه او د هغې د جزئیاتو په اړه ېې بحث وکړ. هغوی همدغه شان له ایران سره د اختلاف د هواري میکانیزم رامنځ ته کولو په اړه، د برجام د ۶۳ مې مادې په چوکاټ کې هم معلومات وړاندې کړل.
چخانسوري یادشویوله درېواړو هېوادونو له سفیرانو څخه د مننې په څرګندولو سره زیاته کړه چې له هر هغه اقدام څخه به، چې په سیمه کې د سولې او ثبات د ټينګېدو لامل شي، قدرداني او ملاتړ وکړي.پاى- ع

Last modified on Monday, 27 January 2020 12:03

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.