26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست کابل کې استوګنې د سويډن شاهي هېواد سفیرې سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست محمدهارون چخانسوري، پرون له غرمې وروسته، په کابل کې داستوګن د سويډن شاهي هېواد سفیرې آغلي کارولن ویسیني سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل.
دبهرنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې، د سوېډن سفیرې د افغانستان اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین او سرپرست ته د دندې د پیل مبارکي ورکړه، وروسته ېې افغانستان دولت او خلکو ته، په ایران کې د اوکرایني شرکت د الوتکې راغورځېدو په اړه چې پکې یو شمېر افغان وګړو ژوند له لاسه ورکړی وو، د خپلې خواخوږې او تسلیت مراتب څرګند کړل.
د دې په دوام، دواړو لورو په سیمه کې د وروستیو انکشافاتو او علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان اقتصادمحوره بهرني سیاست، اقتصادي همکاریو، د سوداګرۍ د پراختیا، د پانګې اچونې او د سیمه ییزې نښلېدا په تړاو نظریات سره شریک کړل. پاى- ع


 

Last modified on Monday, 27 January 2020 12:07

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.