22 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ډاډګيرنې پيغام

د ډاډګيرنې پيغام

کابل/ د کب ٣مه/ باختر د لوړو زده کړو وزارت د...

په کونړکې د دوو سترو پلونو د بيا رغاونې د کار پيل

په کونړکې د دوو سترو پلونو د بيا رغاونې د کار پيل

کابل/ د کب ٣مه/ باختر په کونړکې د دوو سترو پلونو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د ولسي جرګې له ريیس سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل /دسلواغې ٧مه / باختر:
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې له ريیس میر رحمان رحماني سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، د هیواد د ولسي جرګې ريیس په تېرو څلورنیمو میاشتو کې د ترسره شویو غونډو، اجراآتو، د بودجې دتصویب او فرمانونو په اړه جمهوررئیس غني ته راپور ورکړ. هغه همداراز د هیواد د اجرائیه قوې او مقننه قوې ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي لپاره د جمهوررئیس د اقداماتو او هڅو ستاینه وکړه.
جمهوررئیس غني د ولسي جرګې له اجراآتو د مننې ترڅنګ د دې جرګې فعالیتونه دپام وړ وبلل وې ویل، د افغانستان د ولسي جرګې غړو د هیواد ملي ګټو ته په پام د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودجه پر وخت تصویب کړه. هغه زیاته کړه، دغه کار د دولت د پلانونو او اساسي برنامو د تطبیق لپاره ارزښتناک دی.
د هیواد جمهوررئیس همداراز د درې ګونو قواوو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ وې ویل، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له کمېسیونونو سره به غونډې دوام ولري او د اجرائیه قوې او مقننه قوې ترمنځ د همغږۍ کچه به نوره هم زیاته شي. #پاى- ع

 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 04:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.