21 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت سلاکار د بلخ ولایت د ولسي جرګې او ولایتي شورا له استازو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د سلواغي 7 مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په مراز شریف کې د بلخ ولایت د ولایتي شورا له غړو او په ولسي جرګه کې د یاد ولایت له استازو سره پر امنیتي موضوعاتو او حکومتي خدماتو خبري وکړې.
باختر آژانس ته د ملی امنیت سلاکار د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې،
د پارلمان او ولایتي شورا غړو د ملي امنیت سلاکار ته وویل، چي د امنیت تامین، سوله، د قانون تطبیق، له جرایمو سره غوڅه مبارزه، مجرمینو ته سزا ورکول او پوهو اشخاصو پر کار ټاکل یې د ولس اساسي غوښتني دي.
دوی همداراز وویل، چي وسله وال طالبان او نوري غیر مسوولې وسله والې ډلي دې په جدي توګه وځپل شي او دد ې کار لپاره باید په امنیتي سکتور کي موجودې تجهیزاتي او تشکیلاتي ستونزي حل شي.
هغوی د مواصلاتي لارو خلاصون، د صحي، تعلیمي او تحصیلي خدماتو ښه والي د بلخ د ولسونو د نورو غوښتنو په توګه مطرح کړې.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د بلخ د خلکو له استازو مننه وکړه، چي د خلکو ستونزي په ډاګه کوي او د خلکو او حکومت ترمنځ یې د وصل د نقطې نقش ادا کړی دی.
نوموړي وویل، چي د شمالي ولایتونو امنیت د مرکزي حکومت لپاره لومړیتوب دی ځکه، چي دا ساحه د هېواد لپاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري او مخالفینو هم له همدې خاطره دې ساحې ته توجه زیاته کړې ده.
محب زیاته کړه، چي په امنیتي حالت کي باید بنیادي بدلون  رامنځ ته شي او د غیر مسوولو وسله والو پر ضد د امنیتي ځواکونو اقدامات غوڅ شي چې د بلخ ولسونه د ذهني او فزیکي امنیت خاوندان شي.
هغه یادونه وکړه،‌ چي له نيکه مرغه د سولې په ارتباط ولسي پوهاوی زیات شوی دی او دا د دې باعث کېږي، چي ملت یوې داسي سولي ته ورسېږي، چي د ټولو جګړو پای ته رسول وي او تر نورو نومونو لاندي نوي جنګونه او جنجالونه جوړ نه شي.
پاى- حبيب- سادات

 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 04:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.