26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې په چاروکې د دولت وزیر د ازبکستان له سفیر سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
د جمهورريیس ځانګړي استازي او د سولې په چاروکې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي، پرون په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګارخواجه شادمانوف سره وکتل.
باختر آژانس ته د سولې په چاروکې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، د سولې په چاروکې د دولت وزیر په دې کتنه کې د افغانستان د سولې بهیر د نړیوالې ملاتړې ډلې او همدارنګه د افغانستان د سولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې د همغږۍ او همکاریو په اړه خبرې وکړې.
رحیمي وویل چې ازبکستان له افغانستان سره رغنده اقتصادي او سیمه ‌ييزې اړیکې لري. همدارنګه هغه د سولې د هڅو په برخه کې د دغه هېواد د ملاتړ مننه وکړه.
د ازبکستان سفیر هم د افغانستان د سولې بهیر لپاره د ملاتړې ډلې د جوړېدو طرحه وستایله او ټینګار یې وکړ چې ازبکستان د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
پاى/ ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.