26 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

د کرونا ويروس د خپرېدو په مخنيوي کې هر راز همکارۍ ته چمتو دى

کابل\دکب٧مه\باختر د مالیې وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې د...

په پروان کې دوه تنه دغلا په اړوند ونيول شول

کابل/ دکب٧مه / باختر پوليسو دپروان په مرکز...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د ملي بحث ګډونوالو ته په خطاب کې: ستاسو غږ رسا، صریح او شفاف دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني له کابل ښاریانو سره د ملي بحث په دوام نن له غرمې مخکې د درېیمې او څوارلسمې ناحیو او پغمان ولسوالۍ له اوسېدونکو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، په پیل کې خواني همت، مولوي فیض احمد، زهرا خوارزمي، محمدعمر، قاضي عبدالبشیر فضلي او پوهاند احمدضیا نېکبین د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال مخامخ د ولس د ستونزو د اورېدو له امله د جمهورريیس مننه وکړه.
یادو ویناوالو د امنیت، زورواکانو، غصب، بې بندوباره افرادو، غیرمسوولو وسله والو، معارف، روغتیا، برېښنا، څښاک اوبو، وزګارتیا، ښاري ټرانسپورټ، د انټرنیټ د لوړې بیې، د عالمانو د مصوونیت، د جوماتونو د رسمي کولو، عالمانو ته په سوله کې د رول ورکولو، معتادینو، د ښځو لپاره د ورزشي سټډیوم، کاري فرصتونو او زمینو، د ژوند چاپېریال، لوړپوړو ودانیو، فقر، د اوبو د مدیریت، د جرمونو او غلاوو د مخنیوي او د ١٠٠ بستریز روغتون جوړولو  په اړه خپل وړاندیزونه او حل لارې له جمهورريیس سره شریکې کړې. 
جمهورريیس غني له یادو ویناوالو څخه د ولس د ستونزو او غوښتنو د مطرح کولو له امله مننه وکړه او ويې ویل: ستاسو غږ رسا، صریح او شفاف دی. ماته د ضایع شویو فرصتونو میراث راپاتې دی، خو موږ به ستاسو غوښتنو، ستونزو او وړاندیزونو ته د شته امکاناتو په رڼا کې رسیدګي وکړو. ستاسو نظریات به په برنامو بدل او د لویې جرګې خېمې تالار کې له کابل ښاریانو سره جوړېدونکې لویه غونډه کې به یې له تاسو سره شریک کړم.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: په کابل کې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ اعتماد باید زیات شي. د کابل اوسنی امنیتي وضعیت د منلو وړ نه دی، د بدلون او ښه والي لپاره یې باید جدي اقدامات وشي. کابل فضا به له ټولو زورواکانو خالي کېږي، دا ښار مالک لري او مالکان یې د کابل ښاریان دي.
جمهورريیس غني د کابل امنیه قومندان ته لارښوونه وکړه چې د ښځو د مصئونیت ترڅنګ دې د نشه یي توکو د خرڅلاو او کاروبار د مخنیوي په موخه د سراسري عملیاتو تیاری ونیسي.
هغه زیاته کړه: د غاصبانو نوملړ به خپرېږي، دوی به ممنوع الخروج اعلانېږي او غصب شوي ملکیتونه به ورڅخه اخیستل کېږي.
جمهورريیس وویل: د اوبو مدیریت ته ٣٠٠ میلیون ډالره ځانګړي شوي، د شاه توت بند جوړولو او له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو راوستلو سره به د کابل ښار د اوبو ستونزه په اساسي توګه حل شي.
هغه زیاته کړه: برېښنا شرکت دې د برېښنا په برخه کې د شته فساد او ستونزو مخنیوي وکړي او د برېښنا بیلونه دې میاشتني کړي.
محمد اشرف غني وویل: د پوهنې اساسي، غیرسیاسي او مسلکي وزارت غواړم. وزیران، معینان او ريیسان د خلکو خادمان دي، که موثر او ګټور وو، تقدیر به شي او که د خلکو نارضایتي دوام درلود، نو له دندو به لرې شي.
هغه زیاته کړه: اصل محور باید ښوونځی، ښوونکی او زده کوونکی وي.
جمهورريیس غني وویل: د معارف ستونزې په اساسي توګه حلېږي. د انټرنټ بیې کمېږي. په تحصیلي بورسونو کې باید شفافیت راشي. د ترانسپورټ په برخه کې د ښځو ستونزې باید حل شي. د پغمان د بالاباغ تاریخي ماڼیو په څېر زنانه باغ او عمومي باغ هم رغاول کېږي او د تېر په څېر به د هېوادوالو لپاره د تفریح پرځای او شنه ساحه بدل شي.
جمهورريیس کابل والي او ښاروال ته لارښوونه وکړه چې د خلکو د همکارۍ، همغږۍ، مشترکې ژبې پیدا کولو او د دوی ستونزو ته پر وخت د رسیدګي لپاره دې د ناحیو او ګذر له وکیلانو سره په ځانګړې ناسته کې یو منظم او شفاف میکانیزم رامنځته کړي.#
پاى/ ج

 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 12:52

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.