24 February 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

درسنيزو شکايتونو او سرغړونو دڅېړنې کمېسيون غونډه وکړه .

کابل /دکب ٥مه / باختر : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت سلاکار دښمن په ټول توان وځپي او د ملکیانو ژوند ته اعظمي پاملرنه وکړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې ٨ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار نن سهار د جوزجان په مرکز شبرغان کې د هېواد له ویاړلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل او د هغوی له لاسته راوړنو، قربانیو او خپلمنځي هماهنګۍ یې ستایله.
د ملي امنيت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:  نوموړي د ملي امنیت په ریاست کي په همدې مورد جوړه شوې غونډه کې د امنیتي ادارو منسوبینو ته وویل‌ چې دښمن تېر کال همدا وخت د شمال لپاره تخریبي پلانونه درلودل، خو‌ په وینا یې چي د امنیتي ځواکونو د سرښندنو او مسلکي فعالیتونو په برکت د خاورې او خلکو دښمنان په خپلو شومو پلانونو کې ناکام شول.
هغه زیاته کړه چې دښمن نه يوازې دا چې خپل پلانونه یې تطبیق نه کړل، بلکې نوره جغرافیه یې هم له لاسه ورکړه.‌
د ملي‌ امنیت سلاکار امنیتي سرتېرو ته وویل: ستاسې مبارزه بر حقه ده، ځکه تاسې د یوه داسې ناځوانه دښمن پر ضد له خلکو او خاورې دفاع کوئ، چې نه د جنګ او نه د سولې اخلاق لري او له هر ډول توپیر پرته پر ملکیانو،‌ ښځو، کوچنیانو،‌ مساجدو،‌ ښوونځيو او روغتیايی تاسیساتو بریدونه کوي.
د ملي امنیت سلاکار په جوزجان کې امنیتي او دفاعي منسوبینو ته لارښوونه وکړه چې دښمن په ټول توان وځپي.
د نوموړي په خبره: طالب هېڅ راز اصولو ته احترام نلري، بر عکس زموږ امنیتي ځواکونه باید اصولو او قوانینو ته درناوی ولري او په ټول توان د ملکیانو دفاع، د عامه المنفعه تاسیساتو ساتنې او د خلکو ښېګڼې ته کار وکړي.
د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل: موږ سږ کال نه یوازې د دښمن پر ضد مبارزه کوو، بلکې داسې فعالیت کوو چې دښمن په بشپړه توګه له منځه لاړ شي او دلته د ښې حکومتوالۍ او پرمختیايي فعالیتونو لپاره ښه زمینه برابره شي.
پاى / ج


 

Last modified on Tuesday, 28 January 2020 12:51

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.